د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د نجونو ودونه په سودا بدل شوي


ارشیف: افغانه نجلۍ - September 15, 2021
ارشیف: افغانه نجلۍ - September 15, 2021

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ پر ماشومانو او په ځانګړې توګه پر ځوانو نجونو د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران پر اغېزو یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې د زهرا په نوم د یوې وړې درې کلنې ماشومې ژوند ته اشاره کړې چې پلار یې په یوه داسې پنځوس کلن سړي پلورلې چې د ناوې په لټه کې دی.

د زهرا پلار واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې درې لوڼې لري او د خپلې کورنۍ د پاتې غړو د ژغورلو لپاره یې زهرا په ۵۰۰ ډالرو پلورلې ده.

دوام کې لولو چې د تېر کال په اګست کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د بشري ناورین په زیاتېدو سره د زهرا په څېر ماشومانې ورځ تر بلې په بې وزلۍ کې ډوبېږي.

واشنګټن پوسټ د ملګرو ملتونو د ادارو، مرستندویه ادارو او سیمه ییزو چارواکو په حواله ویلي چې د ماشومانو د خرڅلاو او ودولو په اړه یې د پام وړ راپورونه ترلاسه کړي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د ماشومانو د ساتنې د مشر کورنیلوس ویلیمز له قوله لیکلي: «په افغانستان کې د نجونو او ماشومانو ودونه په یوه سودا بدله شوې او ماشومان په عمومي توګه د کورنۍ لپاره په اقتصادي وسیله اوښتي.»

نېشنل ریویو مجلې:

د نېشنل ریویو مجلې په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو د خپلو افغان متحدینو پاسپورتونه له منځه وړي، او له امله یې د افغان-امریکایي متحدینو لوی شمېر په دغه هېواد کې بند پاتې دي.

نشنل ریویو د یوه ۳۰ کلن افغان په اړه لیکلي چې پخوا یې د امریکايي ځواکونو لپاره د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

خو اوس په پټه په افغانستان کې اوسیږي ځکه چې پاسپورت یې په سفارت کې له منځه تللی دی.

دغه سړي ویلي دي چې که پاسپورت یې درلودای نو خوندي ځای ته به تللی وای. خو اوس، هغه وايي، تل د طالبانو له احتمالي انتقامي بریدونو څخه د ځان د ژغورلو لپاره په پټه اوسېږي او ځای بدلوي.

نشنل ریویو مجلې زیاته کړې ښايي په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو د خپلو متحدینو د هویت د پټولو لپاره د هغوی پاسپورټونه له منځه وړي وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د د هغو پاسپورټونو د شمېر په اړه د نشنل ریویو ایمیل بې ځوابه پرېښی چې د امریکا په سفارت کې له منځه وړل شوي.

خو له افغانستان د وتلو د ایتلاف د هشټګ بنسټګر شان وان ډایور ویلي، شاوخوا ۲۰۰ افغانانو هغه ته ایمیل کړی چې د امریکا په سفارت کې د دوی پاسپورټونه له منځه تللي دي.

واک ته د طالبانو له راتګ سره په لسګونو زره افغانان له افغانستانه ایستل شوي او ځینې لا هم د تېښتې په هڅه کې دي.

XS
SM
MD
LG