د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

طالبان: هیله من یو چې نوي کال کې به د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانېستل شي


هرات کې یوه زده کوونکې
هرات کې یوه زده کوونکې

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو او له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو څه د پاسه ۵ میاشتې تېرېږي، خو تازه د طالبانو حکومت هیله ښيي چې د نوي لمریز کال د پیل سره سم به، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

طالبان له دې امله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوي چې ګواکې نوې تګلاره ورته جوړوي، خو اوس یې د پوهنې وزارت چارواکي هیله ښيي چې د نوي ښوونیز کال تر پایه به دا طرحه بشپړه شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له زده‌کړو سره کومه ستونزه نه‌لري، مګر د یوه سیسټم، د یوې طرحې تر چمتو کولو پورې د موقت وخت لپاره د نجونو ښوونیز بهیر ځنډول شوی دی. ډېره هیله‌مندي شته چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به دا طرحه بشپړه او نجونې به هم لکه د هلکانو ښوونځیو ته حاضرې شي."

د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان
د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان

خو د دغې طرحې په اړه جزئیات نه ورکوي.

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال د وري میاشتې په لومړیو کې پیلېږي، خو په یو شمېر ګرمو ولایتونو کې به دا نېټه د ښوونیز کال دویمه نیمايي وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې همدا خبره کړې.

هغه ویلي، د دوی حکومت خپله ټوله هڅه کوي چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د نجونو پر مخ ټول تړلي ښوونځي پرانېستل شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د نجونو د زده‌کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي.

د ده په خبره، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې او تر خوا یې د ښونیزو ودانیو ستونزې له‌منځه ولاړې شي.

د ښوونځیو د دروازو تړل زموږ پر وړاندې لویه جفا ده.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل، خو دا یې هم وویل چې دوی د نجونو او ښځو له زده‌کړې سره ستونزه نه‌لري، مګر سره له دې چې په ځلونو یې ډېر ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو ژمنه کړې، ولې تر اوسه یې نه ده پوره کړې.

په دې تړاو ښځو او نجونو لاریونونونه او اعتراضیه غوندې هم وکړې، د تعلیم د برخې فعالینو او نړیوالو هم دا غږ ورسره بدرګه کړ چې د افغان نجونو پر مخ باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

ډېر ځله بیا د دغه اعتراضونو او لارینونو مخه د طالبانو له خوا ونیول شوه.

خو اوس شاید نوې ژمنه یې ښوونځي ته د تګ په ارمان د ناستو نجونو لپاره یو تر ټولو ښه زیری و اوسي.

د تعلیم د برخې فعالینو او نړیوالو هم دا غږ ورسره بدرګه کړ چې د افغان نجونو پر مخ باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د تعلیم د برخې فعالینو او نړیوالو هم دا غږ ورسره بدرګه کړ چې د افغان نجونو پر مخ باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

فرشته په یوولسم ټولګي کې ده وايي، د ښوونځیو د دروازو تړل د دوی پر وړاندې لویه جفا ده: "د نجونو په ښوونځي کې هېڅ ستونزه نه‌شته، باید بېرته پرانېستل شي. زه غواړم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم. که ښوونځي بند پاتې شي دا هم موږ، هم خلکو او هم وطن ته ډېر لوی زیان دی."

ښکلا چې تازه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې هیله ښيي چې طالبان په خپله ژمنه ودرېږي او د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي: "زه هم غواړم او ټولې نجونې غواړي چې ښوونځی پیل شي او درس ووایوو، خو ښوونځی نه‌شته."

طالبانو په نویېمه لسیزه کې هم واک ته له رسېدو وروسته، د نجونو ښوونځي وتړل او تر خوا یې پر ښځو کار د تګ بندیز اعلان کړ.

که څه هم اوس‌مهال په اکثریت ولایتونو کې د نجونو لېسې او متوسطه ښوونځي بند دي، خو د جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې، یعنې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې د پوهنې وزارت د مسؤلو چارواکو له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شوېو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې ۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته تلل چې له دې شمېر یې څه د پاسه ۳ میلیونه نجونې وې.

همدا ډول ۱۶،۵۰۰ ښوونځي پرانیستي و چې په‌کې ۱۷۰ زره ښوونکي زده‌‌کوونکو ته زده‌کړه ورکوله چې په دوی کې ۳۶ سلنه ښوونکې ښځینه وې.

XS
SM
MD
LG