د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ملګري ملتونه: افغانان تر بل هر چا زیات له رواني اختلالاتو کړېږي


ارشیف: د هرات په یوه روغتون کې رواني ناروغان تر درملنې لاندې
ارشیف: د هرات په یوه روغتون کې رواني ناروغان تر درملنې لاندې

د ملګرو ملتونو او ګالپ موسسې د څو راپورونو په اساس د افغانستان خلک تر بل هر چا زیات له رواني اختلالاتو کړېږي.

شافیه د ارزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکې ده.

هغه وایي چې د ژوند سختیو او بېوزلۍ سوچونه ور اچولي او ارام ته یې نه پرېږدي.

نوموړې زیاتوي: "په خدای کې مې روغه ورځ لیدلې وي. ډوډۍ هم چې خورم یا مې په نس درد وي یا مې ځیګر. خوب مې نه شته. د ماخستن د خوا مې سترګې سره ورشي، خو د زړه په دربا راپاڅېږم. نه پوهېږم چې څه را باندې شوي."

د جان بي بي په نوم یوې بلې ښځې ازادي راډیو ته وویل چې ډاکترانو ته ورځي خو د ښه کېدو څرک یې نه لګېږي.

ارشیف: په رواني ناروغۍ اخته مېرمنه
ارشیف: په رواني ناروغۍ اخته مېرمنه

هغې وویل: "ګوزاره مې ټوله په دوا ده. ډاکتر ته چې ورشمه دوه زره - درې زره روپۍ راڅخه واخلي دوا راکړي، خو فایده مې نه شته ورسره. ډېر حالات راباندې خرابه دي."

د نړۍ نور هېوادونه داسې وخت د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ لمانځي او د رواني ستونزو په لارو چارو بحث کوي چې د افغانستان خلک له دې ښکارندې تر بل هر چا زیات کړېږي.

لسیزو جګړو د دغه هېواد خلک له داسې ستونزو سره مخ کړي چې رغېدل یې ستونزمن شوي.

د ارزګان اوسېدونکی عزت الله وایي، جنګونو عصبي تکلیف ور اچولی دی.

هغه زیاتوي: "د شپې د خوا په تکلیف کېږمه. ګاهي د ورځې هم په تکلیف یمه. خوب نه لرمه. سوچونه ډېر وهمه. ډېر فکر کوم. علت یې دا هاوانونه او بمبارو او دغو څخه دي."

افغانستان د نړیوالو سروې ګانو له هغې ډلې د ګالپ موسسې د وروستي راپور او ارزونو له مخې د نړۍ په مخ د هغو هېوادونو په کتار کې اول دی چې خلک یې له خپګانه کړېږي او له ستونزو سره مخ دي.

خپګان د رواني اختلالاتو د رامنځته کېدو یو عمده لامل بلل کېږي.

د افغان روغتیاپالانو او ملګرو ملتونو په بېلابېلو راپورونو کې هم په وار وار راغلي چې له هرو دوو افغانانو یو له رواني ستونزو کړېږي.

لسیزو جګړو، تاوتریخوالي، بې ثباتۍ او بیوزلي افغانان په یو ډول نه یو ډول متاثره کړي او رواني روغتیا یې ور زیانمنه کړې ده.

د رواني روغتیا په نړیواله ورځ کې ملګري ملتونه او نورې بشرپاله ټولنې په دې هڅه کې دي چې خلک وهڅوي چې له رواني ناروغانو سره ښه چلند وکړي او د هغوی په رغېدنه کې مرسته وکړي.

ارشیف: په رواني ناروغۍ اخته کس
ارشیف: په رواني ناروغۍ اخته کس

خو سیرت مومند چې د کونړ اوسېدونکی دی وایي، په افغانستان کې بیا یو شمېر خلک د عامه پوهاوي او ناوړه دودیزو ستونزو په سبب رواني ناروغان ځوروي.

مومند ازادي راډیو ته وویل: "ځینې ځوانان راپورته کېږي. په هغه باندې مسخرې کوي. ان تر دې چې د کاڼو ګوزارونه پرې کوي. په کار ده چې له دې کارونو ډډه وشي څو دا کوم کسان چې رواني تکلیفونه لري د هغوی دا ناروغي نوره هم زیاته نه شي."

تر جګړو او بېوزلیو ور هاخوا د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت چلند هم هغه څه بلل کېږي چې د افغانستان خلک په تېره بیا ښځې یې له رواني ستونزو سره مخې کړي دي.

په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې له ښوونځي بېرته راګرځولو شویو نجونو په ژړغوني غږ ویلي: "زموږ له احساساتو سره یې ولې لوبې وکړې؟ موږ یې ناهیلي کورونه ته واستولو. موږ ورته څه ویلي. موږ خو یو مظلوم قشر یو ښځې يوو."

د متوسطې او لېسې دورې شاوخوا یو نیم میلیون نجونې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ښوونځیو محرومې شوي اکثر له خپګان سره مخامخې دي او نامعلومه برخلیک یې ځوروي.

د لوګر اوسېدونکې فرزانه یوه له دې نجونو ده چې ازادي راډيو سره یې خبرې کړي.

هغه وايي: "د مکتب دروازې تړل شوي زموږ پر مخ. دغه ظلم زموږ په حق کې روان دی. په دې سبب موږ ډېر زیات خپه یو. نه پوهېږو چې دا خپګان به څه وخت پای ته رسېږي."

کابل کې د رواني صحت او معتادینو د درملنې روغتون
کابل کې د رواني صحت او معتادینو د درملنې روغتون

د افغانستان د رواني طب د متخصصینو د ټولنې رییس ډاکتر حکیم الله صالحي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېر یو کال کې د رواني ناروغانو شمېر لا پسې زیات شوی.

صالحي زیاتوي: "افغانستان کې دوه ډوله ناروغۍ زیاتې دي.یو خُلقي ناروغۍ دي بل یې اضطرابي ناروغۍ. په نوره نړۍ کې هم شته خو افغانستان کې د فقر، جنګ، بیکاري او مهاجرتونو په سبب دا ناروغۍ ډېرې زیاتې دي."

ډاکتر صالحي هم تاییدوي چې د افغانستان تر نیمايي زیات خلک له رواني ستونزو کړېږي.

هغه ټينګار کوي چې رواني ناروغان باید روغتونو ته وروستل شي او د هغوی په درملنه کې مرسته وکړي.

صالحي وایي، په طبي درملنې سربېره ښه ټولنیز چار چلند هم د رواني ناروغانو په رغېدو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG