د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د ځان وژنې د مخنیوي نړېواله ورځ


د ځان وژنې د مخنیوي نړېواله ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د ښځو د ځان وژنې د پيښو له ډیریدو نه اندیښنه څرګندوي. د دې وزارت مسوولین وایي چې؛ په تیریوه کال کې په کابل او هرات ولایتونو کې څه باندې دوه نیم زره کسانو چې اکثره یې ښځې وې د ځان وژنې هڅه کړې. د عامې روغتیا وزیرې د چهارشنبې په ورځ د ځان وژنې د مخنیوي د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې؛ په هېواد کې د ځان وژنې پيښو د ډیریدو عوامل رواني ناروغۍ او کورني تاوتریخوالي دي. د روغتیا دنړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ځان وژنه په نړی کې د ځوانانو د مړینې دوهم لوی عامل بلل کیږي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې؛ ځان وژنه د ځوانانو ترمنځ تر ټولو لویه ستونزه ده چې تلفات یې د جنګونو، ترافيکي او طبیعي پيښو د تلفاتو په پرتله ډیر زیات دي.

XS
SM
MD
LG