د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

روغتيا وزارت: په هرو سلو افغانانو کې یو په رواني ناروغۍ اخته دی


د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي، په افغانستان کې په هرو سلوکسانو کې یو په رواني ناروغۍ اخته دی.

د دې وزارت مسولینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د رواني روغتیا د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل، چې د رواني ستونزو کمښت ته یې یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي دي.

په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت چارواکو له نوي حکومته وغوښتل چې؛ د رواني ستونزو اوارئ ته دې په عامو ځایونو او ان په وزارتونو کې ځانګړي مرکزونه فعال کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکې وایي، بیوزلي، ناامني، بیکاري، مهاجرتونه او د خلکو د پوهې د سطحې ټیټوالی هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې ګڼ شمېر نارینه، ښځې او ځوانان له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

دا خبره د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ناجیې طارق د سې شنبې په ورځ په کابل کې د رواني روغتیا د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړه.

دې وویل، د جوړې غونډې هدف دا دی، چې له رواني ستونزو څخه د ژغورنې په مقصد د خلکو ذهني اماده ګې زیاته شي.

دې دا هم وویل، افغان حکومت په وروستیو اوو اته کلونو کې د رواني ستونزو د درملنې لپاره ګڼ پروګرامونه پلي کړي، خو هڅې تیزی شوي چې دا خدمات نور هم زیات شي:

″د دې ورځې نمانځل یو ښه فرصت دی چې د خلکو پوهاوی لوړ کړو چې دا ناروغي هم وقایه او هم ېې درملنه کېږی.

د ملګرو ملتو سازمان د یوه سروې له مخې چې د افغانستان په شان هېوادونو کې یې ترسره کړې ښئ چې زموږ په هېواد کې دا ستونزه یو فیصد ده.″

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال د رواني ستونزو د درملنې یو روغتون په کابل ښارکې فعال او د ولایتونو په روغتونونو کې یې د عامې درملنې په چوکاټ کې د رواني درملنو ډاکتران هم موظف کړی دي.

د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي، د روغتیا د نړېوال سازمان یوه سروې ښيي، چې دا مهال په هرو سلو افغانانو کې یو په رواني ناروغۍ اخته دی.

په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت چارواکو وویل، کورنی، ټولنیز او اداري تاوتریخوالی او ناوړه چلند هم یولامل دي چې خلک له رواني ستونزو سره مخ کولی شي.

د دې وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي وویل، له کورونو څخه د ښځواو نجونو تښتیدل او ځانونو ته اوراچول هغه رواني ستونزې دی چې لامل يې له دوې سره زور زیاتي او ناوړه چلند دی.

مصطفوي له نوي حکومته هیله وکړه چې د اوسیدو پرعامو سیمو سربیره دې په وزارتونو کې هم د رواني ستونزو د کمولو مرکزونه جوړ کړي ځکه چې کېدای شي ځیني مامورین د امرینو له ناوړه چلنده په رواني ستونزو اخته شي:

″کومه ارزیابي چې شوې ښيي چې په افغانستان کې اداري تاوتریخوالی زیات دی.

د امر او مادون ترمنځ کله ناکله ناوړه چلند کېږي، چې دا هم د رواني ستونزو سبب ګرځي، له نوي حکومته هیله ده چې په ټولو وزارتونو د رواني ستونزو کمولو ته یو یو مرکز جوړ کړي.″

د ملګروملتو د روغتیایې سازمان استازي ډاکتر ریچارډ پیپرکارن وویل، دوی هڅې کوي چې د دې ستونزو کمولو ته د عامې روغتیا او د ښځو چارو د وزارتونو له پروګرامونو سره مرسته وکړي.

که څه هم نړېوالې سروې ګانې ښيي، چې یو فیصده افغانان په رواني ناروغیو اخته دي، خو ځیني روغتیایي څيړونکې بیا وایي، چې په روغتیایي ستونزو د اخته افغانانو شمېرممکن پنځوس فیصده وي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG