د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

کونړ: په خصوصي ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی


انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

په کونړ کې د خصوصي ښونځیو مسولین وايي، په هېواد کې راغلي بدلون سره يې د زده کوونکو شمېر کم شوی او ګڼ يي د اقتصادي ستونزو له امله دولتي ښونځیو ته تللي دي.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د څوکۍ خصوصي ښونځي مسول شاهین وايي،په هېواد کې د راغلي سیاسي بدلون وروسته زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې ورسره د ګڼو کورنیو اقتصاد کمزوری شوی او همدا لامل دی چې ډېرو يې خپل اولادونه له خصوصي ښونځیو ویستلي دي.

نوموړی وايي: "همدا ستونزې دي چې زموږ د زده کوونکو شمېر کې ۴۰٪ کموالی راغلی دی. هغه چا چې پخوا معاشونه درلودل، هغوی خپل بچي موږ سره ښونځي کې داخل کړي و. اوس چې معاشونه نه اخلې نو یا يي بچي بلکل له ښونځیو ویستلي او یا يې هم دولتي ښونځیو ته سې پارچه کړي دي او کوم زده کوونکي چې اوس موږ سره پاتې دي، هغوی کم فیس راکوې چې زموږ لګښتونه نشي پوره کولی.همدا لامل دی چې موږ ته د ښوونکو د دریو میاشتو معاشات او د تعمیر د څلورو میاشتو کرایه پاتې ده."

په مرکز اسعداباد کې هم د خصوصي ښونځيو مسولین له ورته ستونزو سرټکوي او وايي، له بدلون وروسته يي د زده کوونکو په شمېر کې کافي کموالی راغلی دی.

د ام القرا په نوم د خصوصي ښونځي مشر قاضي حبیب الله د خپلو مشکلاتو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ سره ډېری ماشومان د پولیسو، اردو او نورو حکومتي کار کوونکو اولادونه و، هغوی اوس دندې نلرې، یا يې دلته بچي دولتي ښونځیو ته وړي او یا يې کورونه له کونړ نورو ځایونو او ولایتونو ته انتقال کړي دي.نو دې سره زموږ د زده کوونکو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی دی."

دوی زیاتوې چې خصوصي ښونځي د پوهې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوې.او لسګونه زره زده کوونکو ته د تعلیمي اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يي په زرګونو بې روزګارو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې.

د خصوصي ښونځیو مسولین له حکومت او نړیوالو مرستندویانو غواړي چې په افغانستان کې خصوصي سکتور د پرځېدو او له منځه تللو وژغوري.

کونړ کې د يو ښوونځي د زده کوونکو انځور
کونړ کې د يو ښوونځي د زده کوونکو انځور

په کونړ کې چارواکي وايي،په ټول هېواد کې راغلو بدلونونو خلک اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او مشران يي ورته د حل لارو چارو پيدا کولو هڅې کوې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله(حنیف) ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ ډاډ ورکوو چې دولتي کار کوونکو ته د معاشونو ورکړه شروع شوې،کاروبارونه هم بېرته عادي حالت ته ګرځېدونکي دي. موږ هیله لرو چې دې سره به د خصوصي سکتور او په ځانګړي ډول د خصوصي ښونځیو چارې د پخوا په پرتله ښه پرمختګ وکړي."

د تېر حکومت پرمهال په کونړ کې ۱۳ خصوصي ښونځي جوړ شوي او هغه مهال هرې کورنۍ کوښښ کاوه چې د خپل عاید یوه برخه د خپلو اولادونو تعلیم لپاره سپما کړې، خو د جمهوریت له سقوط وروسته د کونړ په ګډون سلګونه زره کسان له دندو او معاشونو بې برخې شول؛ چې دې کار سره بې روزګارې زیاته شوه او سوداګریزې چارې هم زیانمنې شوې.

که څه هم طالب چارواکي هر وخت ژمنې کوي چې د یادو ستونزو حل لپاره کار کوي خو په شاوخوا نهو میاشتو کې نه بې دندو شوي کسان بېرته پر دندو شول او نه هم د خلکو اقتصاد وغوړېد.

XS
SM
MD
LG