د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

يونېسف: افغان نجونې دې پياوړې او راتلونکي ته دې هيله‌منې اوسي


ښوونځی
ښوونځی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، چې افغانستان نن سبا په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی، چې نجونې په کې له زده‌کړو راګرځول شوي دي.

په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو مشرې، سم مورت پرون ازادۍ راډیو ته وویل، چې یونېسف به د افغان نجونو تر څنګ وي او د دوی ملاتړ ته به دوام ورکوي.

نوموړې وويل: "دا د منلو وړ نه‌ده چې افغانستان دې په نړۍ کې یوازنی هېواد وي، چې نجونې په‌کې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته له تګ منع شوي دي. په ټول افغانستان کې مو نجونو ته پیغام دا دی، چې یونېسف به د ټولو په ځانګړي ډول نجونو د تعلیم له هڅو لاس وانه‌خلي. موږ به تر هغو ارام نه کښېنو چې ټول افغان ماشومان او نجونې له تعلیم برخمن شوي نه‌وي."

"افغانستان دې په نړۍ کې یوازنی هېواد وي، چې نجونې په‌کې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته له تګ منع شوي دي."

د یونېسف د ارتباطاتو مسؤلې د وړو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون په نړۍ کې ولمانځل شوه، د افغان نجونو د رواني وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، دوی په وړوکوالي کې د واده کېدو له خطر سره مخامخې دي.

د هغې په وینا په داسې حال کې چې نوره نړۍ دا ورځ په خوشحالیو لمانځي، خو په افغانستان کې داسې مراسم نه‌شته.

ارشيف
ارشيف

ملګرو ملتونو ویلي، په نړۍ کې دا مهال ۱۳۰ ملیونه نجونې له ښوونځیو بې برخې دي.

نن ۳۸۸مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

سم مورت له افغان نجونو غوښتنه وکړه، چې پیاوړې وي او خپلې راتلونکې ته هیله له لاسه ورنه‌کړي.

هره ورځ د ازادۍ راډیو اورېدونکي زموږ له خبریالانو سره او یا هم په پیغام ثبتوونکي ماشین کې تعلیم ته د خپلو بې برخې پاتې شویو لوڼو په باب خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون یو وار بیا له طالبانو وغوښتل، چې افغان نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړي.

هغه پرون د اکتوبر یوولسمې یا د وړو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، افغانستان په شدت سره د نجونو ځواک او مشارکت ته اړتیا لري.

هغه له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG