Despite claims by the Taliban that women would not be discriminated against by its new government, the rights and freedoms of women and girls have been dramatically curtailed in Afghanistan, raising alarm among international human rights organizations.
After a nearly 20-year insurgency, the Taliban regained power in Afghanistan on August 15, 2021, amid the withdrawal of U.S.-led troops from the country. The Taliban takeover prompted more than 120,000 people to flee their homeland.
Although there are internal divisions within the militant Islamist group, some experts believe that the Taliban regime is likely to remain in power for the foreseeable future. The Taliban and Western nations have clashed over several issues, including terrorism and human rights, especially of women. German Foreign Minister Annalena Baerbock said women in Afghanistan are experiencing "the biggest violation of women’s rights on Earth."
The reversal of women's rights has concerned the international community. From banning girls’ access to education to enforcing rules on how women dress, the Taliban has upended two decades of progress in women’s rights. The Afghan Constitution, which was established in 2004, gave women the right to work and receive an education.
د طالبانو له دې ادعا سره سره چې د دوی د نوي حکومت له لوري به د ښځو پر ضد له تبعیضه کار نهاخیستل کېږي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو ازادۍ او حقونه په بېساري ډول محدود شوي او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو په منځ کې یې د خطر زنګونه کړنګولي دي.
طالبانو له ۲۰ کاله جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دې هېواده خپل ځواکونه وایستل، واک ترلاسه کړ.
د طالبانو له واک ته رسېدو سره تر ۱۲۰ زره ډېر افغانان له خپل هېواده ووتل.
سره له دې چې د طالبانو په منځ کې اختلافات شته، څیني شنونکي باور لري چې د طالبانو حکومت ښايي تر اټکل وړ راتلونکې پورې په واک کې پاتې شي. طالبانو او لوېدیځوالو د ترورېزم، بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د حقونو په شمول پر څو مسئلو لانجه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي، په افغانستان کې ښځې د ځمکې پر مخ د ښځو د حقونو د سرغړاوي تر ټولو ستره تجربه کوي.
د ښځو د حقونو د وضعیت خرابېدو نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده. له زدهکړو د نجونو له راګرځولو رانیولې پر هغوی د جامو د مقرراتو تر وضع کولو پورې طالبانو په خپلو اقداماتو د تېرو دوو لسیزو د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه پای ته رسولي دي.
د افغانستان اساسي قانون چې په ۲۰۰۴ م کال تصویب شو، ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړ.
په بشرپالونکي عمل کې جنسیت (جندر این هیومنیترین اکشن) یا «GiHA» ډلې په راپور کې ښودل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د مدني ټولنې سازمانونه کړېږي. مدني ټولنه د هغو قوانینو په تطبیقولو کې چې د زیانګالو ډلو په تېره بیا ښځو اړتیاوې پوره کوي، د چارواکو د ځواب ویلو لپاره ضروري دي.
وروسته له دې چې د امریکا په مشرۍ حملې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو رژیم وپرځاوه، د بهرنیانو پانګونو د ښځو په مشرۍ د سازمانونو او نورو مدني ټولنو په ملاتړ کې مهم رول ولوباوه. دې ټولنو پر شفافیت، فساد ضد هڅو، د انتخاباتو په څارنې او بشري حقونو تمرکز درلود.
د مالي ملاتړ د نشتوالي له کبله د ښځو شاوخوا ۷۷ سلنه مدني ټولنو په ۲۰۲۲ کې پروژې نهلرلې او په عین حال کې د ځینو سازمانونو او مدني ټولنو مشرانې او غړې له هېواده ووتې. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بهرنیو مرستندویانو افغانستان ته چې له لوی اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی، مرستې تر ډېره بندې کړي. لوېدیځو هېوادونو د طالبانو د حکومت پر غړو هم بندیزونه لګولي دي.
په ۲۰۲۱ کې ۸،۸ ملیونه ښځو او نجونو بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو په ۲۰۲۲ کې د هغوی شمېر ۱۱،۸ ملیونو ته لوړ شوی دی.
ښځې د تصمیم نیولو له چاپېریاله بهر/ ښځې د تصمیم نیولو له موقفه ایستل شوي
د بشري حقونو فعالان تور لګوي چې طالبان هڅه کوي چې ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو وباسي. په جون کې څو زره طالب ملایانو او قومي مشرانو غونډه وکړه چې په مهمو ملي مسئلو خبرې وکړي. د طالبانو مشرانو ښځو ته اجازه ورنهکړه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
تر دې مخکې لا د افغانستان په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر لږ و. له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د ۱۴ او ۱۵ سلنې ترمنځ ښځینه مأمورینې وې. په ۲۰۱۹ کې د هغوی شمېر اوج یعنې ۲۱،۵۷ ته ورسېد.
سره 'تړلي اغېزونه'
طالبانو په خپل تعبیر د اسلامي قانون پر اساس ښځو ته په خپل نظر مناسب کارونه تسخیص کړي دي. اکثرو ښځو ته یوازې په روغتیايي او تعلیمي برخو کې د کار اجازه ورکول کېږي، خو ډېری ښځې ډارېږي چې کار بېرته پیل کړي. یو شمېر ښځینه ډاکترانې او نرسانې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له هېواده ووتلې چې له دې سره د روغتیا په برخه کې د مسلکي کدر کموالی راغلی دی.
د طالبانو له لوري د ښځو او نارینهوو د بېلولو پالېسۍ ښځو او نجونو ته په روغتیايي خدماتو کې خنډونه پېښ کړي دي. په اکثرو ځایونو کې که ناروغ نارینه وي باید نارینه او که ښځه وي باید ښځهیې درملنه وکړي. دا ستونزه د افغانستان په شان هېواد کې چې د ماشومانو زوکړې پهکې زیاتې دي، لا ډېره محسوسه ده.
طالبانو ته څرګنده شوې چې د روغتیا په برخه کې ډېرو ښځو ته اړتیا شته، نو د ښځو د روزلو او ګومارلو د ډېرولو لپاره د بهرنیو مالي مرستو غوښتنه کوي.
خو په همدې منځ کې نړیواله ټولنه د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د سرغړونو له کبله تر هغو چې د ښځو د حقونو د بېرته ورکولو نضمین نهوي ورکړای شوی، د اوږدمهالو مالي مرستو له ورکولو ډډه کوي.
له ښوونځیو منع شوې نجونې
له افغانستان سره د مرستو د زیاتولو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه دا ده چې نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.
د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع کړې. په مارچ (حمل) کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو له اعلانه لږ وروستهیې هغوی ته وویل چې بېرته کورونو ته لاړې شي او ښوونځي یې پرې بند کړل.
په دې پسې په کابل کې اعتراضونه وشول چې په ترڅ کې یې یو شمېر اعتراض کوونکې مشرانې ونیول شوې.
د سپټمبر په ۱۰مه، په پکتیا کې د نجونو څو ښوونځي له پرانیستل کېدو څو ورځې وروسته طالبانو بېرته بند کړل.
ښځې او اقتصاد
له کوره دباندې د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیزونو د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان رسولی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) اټکل کوي چې پر ښځینه کاري ځواک د محدودیتونو شدت ته په پام، ممکن د هېواد په ناخالصو کورنیو عوایدو کې لږ تر لږه ۵ فیصده کمښت راشي چې د شااوخوا ۱ میلیارد ډالرو معادل به وي.
د یونېسف په وینا، د ښځو په کار کې د پام وړ کمښت لا مخکې لا په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ ملیونه ډالره زیان رسولی دی چې دا د افغانستان کلني ناخالصو عوایدو ته ۲،۵ فیصده تاوان دی.
کله چې طالبانو په مارچ میاشت کې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه خپلې پرېکړې ته شا کړه، واشنګټن په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه د هغو ۷ میلیارده ډالرو په اړه پهکې خبرې وشي چې د افغانستان شتمني ده او امریکا کنګل کړې ده.
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د پوهنې، کرنې او روغتیايي پروژو لپاره ځانګړي شوي ۶۰۰ ملیونه ډالر هم کنګل کړل.