د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو د 'نصير ميرزايي' د ځان‌وژنې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې


په کندهار کې یو خبریال نصیر میرزايي ځانوژنه کړې
په کندهار کې یو خبریال نصیر میرزايي ځانوژنه کړې

د افغانستان له ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا نۍ د کندهار له سیمه‌ییزو چارواکو غواړي چې د خبریال نصیر میرزايي د وژنې په اړه څېړنې وکړي او پایلې یې بې له‌ ځنډه خلکو سره شریکې کړي.

نصیر میرزايي پرون ځان‌وژنه کړې ده.

د نۍ مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "ویل کېږي چې د ښاغلي میرزايي مرګ د تفنګچې په وسیله تایید شوی دی. تر اوسه یې د مرګ اصلي لاملونه معلوم نه‌دی، خو ځايي چارواکو بیا له وړاندې ویلي چې هغه د کورنیو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له امله ځان وژنه کړې."

"ویل کېږي چې د ښاغلي میرزايي مرګ د تفنګچې په وسیله تایید شوی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، نصیر میرزايي اقتصادي ستونزې نه درلودې او احتمالا یې د ځان‌وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی دی.

خو د نۍ مسوول ظریف کریمي بیا وايي، له مسلکي او لازمو څېړونو وړاندې د معلوماتو شریکول کولای شي خلکو له اصلي موضوع او هغه څه چې پېښ شوي، لېرې وساتي.

نۍ غوښتنه کوي چې د نصیر میرزايي د وژنې د لامل د روښانتیا لپاره د عدلي طب او نورو بنسټونو څېړنې ته اړتیا ده.

موږ د نصیر میرزايي د کورنۍ له غړو سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو بریالي نه‌شو.

طالبانو په خپل‌سري ډول ۱۳۰ تنه خبریالان هم نیولي چې ورسره تاوتریخوالی شوی او یا هم ګواښل شوي دي.
طالبانو په خپل‌سري ډول ۱۳۰ تنه خبریالان هم نیولي چې ورسره تاوتریخوالی شوی او یا هم ګواښل شوي دي.

هاخوا د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز "AFJC" هم په کندهار کې د سیمه‌ییز خبریال نصیر میرزايي په ځان‌وژنې خپګان ښودلی.

دې ادارې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، نصیر میرزايي چې له «زما» او «نړۍ» راډیوګانو سره د ویاند په توګه کار کړی و، پرون یکشنبه ځان‌وژنه کړې ده.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز هم ویلي، د دې پېښې علت معلوم نه‌دی.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت چندان ښه نه‌دی.

بل پلو د افغانستان د خبریالانو مرکز د لړم په ۲۷مه یوه راپور کې ولیکل، د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې دخبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د وژنو، ټپي کېدو، تاوتریخوالي او ګواښ لږ تر لږه ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي.

د دې مرکز له قوله، طالبانو په خپل‌سري ډول ۱۳۰ تنه خبریالان هم نیولي چې ورسره تاوتریخوالی شوی او یا هم ګواښل شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره، طالب چارواکو ویلي، د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي او له خبریالانو سره مسلکي او اصولي چلند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG