د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د طالبانو له‌ لوري د ازادي راډيو اف‌ام نشرات بندېدل او پر وړاندې يې غبرګونونه


د ازادې اروپا / ازادي راډيو بيرغ
د ازادې اروپا / ازادي راډيو بيرغ

د خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بېلابېلو بنسټونه د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندي چې د اف‌ایم پر څپو يې د ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړي.

دوی دا عمل په افغانستان کې په رسنیو او د بیان په ازادۍ ګوزار بولي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ له طالبانو غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

"هیله لرو چې افغان حکومت د خپلې پرېکړې په اړه یو وار بیا فکر وکړي"

د دې بنسټ مسول ظریف کریمي وايي: "هیله لرو چې افغان حکومت د خپلې پرېکړې په اړه یو وار بیا فکر وکړي، کنه موږ به په رسنیو د زیات محدودیت شاهدان وو، په دې صورت کې د بیان او رسنیو ازادي او دغه شان معلوماتو ته د خلکو لاس رسی محدودیږي، د دې ترڅنګ د ازادو رسنیو په نشراتو لوی ګوزار بلل کیږي، که حالات همداسې روان وي موږ به کرار کرار د ورته پېښو شاهدان اوسو."

ازادۍ او امریکا غږ اشنا راډیوګانې په افغانستان کې په پښتو او دري ژبو په لنډو او منځیو څپو سربېره، له څو کلونو راهیسې په یو شمېر لویو ښارونو کې په اف ام هم ۲۴ ساعته خپرونې کولې چې په میلیونونو اورېدونکو اورېدلې.

هلمند کې د ازادي راډیو له لوري وېشل کېدونکو راډیوګانو ته په تمه لسګونه د ازادي راډیو مینه‌وال
هلمند کې د ازادي راډیو له لوري وېشل کېدونکو راډیوګانو ته په تمه لسګونه د ازادي راډیو مینه‌وال

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم د طالبانو د حکومت په دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او له دوی یې غوښتي چې د رسنیو پر خپرونو د بندیزونو پر ځای باید ترې ملاتړ وکړي.

د دې بنسټ د تحقیق او تحلیل د برخې مسول قدیم ویاړ وايي: "هغه رسنۍ چې د افغانستان د قوانینو پر بنسټ فعالیت کوي، د دې پرځای چې مخه يې نیول کیږي باید اسانتیاوې ورته رامنځته شي او ملاتړ يې وشي، ځکه په دې صورت کې به د هغو رسنیو اړتیا نه وي چې له بهره خپرونې وکړي او د افغانستان د قوانینو خلاف عمل وکړي."

کابل پریس کلب هم د طالبانو دې عمل ته په غبرګون کې ویلي، طالبانو د ازادي راډیو پر خپرونو په بندیز لګولو سره یو ځل بیا خپله کمزوري وښوده او ښکاره یې کړه چې دوی په هېڅ ډول د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن نه‌دي او په دې برخه کې له استبداد څخه کار اخلي.

دآزادی راډیو د شل کلنۍ په مناسبت ځانګړې خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:17 0:00

افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ام نشراتو د بندولو په اړه د طالبانو په پرېکړې اندېښنه ښودلې او هغه یې د نړیوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی، په ازاد ډول د معلوماتو د رسېدو خنډ او د بیان د ازادۍ تربتول بللي دي.

یو شمېر ولسي وګړي هم د طالبانو دې پرېکړې خفه کړي او وايي د همدې ازادو رسنیو سره لارې يې د افغانستان او سیمې معلومات ترلاسه کول.

د کابل يو اوسېدونکي رحمان الله ازادي راډيو ته وویل: "زه ازادي راډيو اورم، راپورونه مرکې او خبرونه به مې اورېدل، خو له نن سهار راهیسې نه اورېدل کېږي، خلک وايي چې دا طالبانو بندې کړې دي، که طالبان خپل دغه ډول کارونو ته دوام ورکوي دا به د افغانستان لپاره ډېرې بدې پایلې ولري."

که طالبان خپل دغه ډول کارونو ته دوام ورکوي دا به د افغانستان لپاره ډېرې بدې پایلې ولري."

دغه راز د کابل بله اوسېدونکې مرضيه وايي: "ډېر خواشیني شو چې طالبانو د ازادي او اشنا راډيو خپرونې بندي کړي دي، دا د طالبانو یو بد کار دی، همدا راډيو ګانې وې چې موږ ته يې حقایق رارسول او له دې لارې له بیلابیلو مسایلو خبرېدو."

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان په ۱۳ ښارونو کې پر اېف اېم د ازادي راډیو نشرات بند شول.

ده‌یې لامل "د خبریالۍ د اصولو نه‌مراعتول او یو اړخیزې خپرونې" بللی دی.

خو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رییس او اجراییوي مشر جیمي فلای د دې اقدام په اړه ویلي: "ازادي لسګونو میلیونو افغانانو ته د شاه‌رګ حیثیت لري، نو د طالبانو دا پرېکړه دوی ټول غمجنوي."

جیمي فلای زیاته کړې: "د ازادې اروپا/ ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نه‌کړي. موږ د تجربې له مخې پوهېږو چې زموږ اورېدونکي زموږ د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه توګه نه‌شي نیولی."

د تېر جمهوري حکومت سره د شوي قرارداد پر بنسټ د ازادي راډيو او امریکا غږ اشنا راډیو، نشراتي ستنې په حکومت پورې اړوند د ملي راډيو ټلوېزیون ودانیو کې لګېدلي دي چې لګښت يې ازادي راډیو او امریکا غږ ورکوي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې پر اف ام څپو د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو خپرونې بندوي چې له دې وړاندې يې په افغانستان کې د امریکا غږ، بي بي سي او دویچې ویلي ټلوېزیوني خپرونې چې د بېلابېلو خصوصي ټلوېزیونو له لارې خپرېدې هم بندې کړې دي.

د دې ترڅنګ يې په کورنیو رسنیو هم محدودیتونه پراخه کړي دي.

ازادي راډیو ځوانو لیدونکو ته د رسېدو لپاره مخ پر ودې ډیجیټلي حضور لري چې د وېب‌پاڼو، فېس‌بوک، انسټاګرام او یوټیوب له لارې یې وېډیوګانې او پاڼې په ملیونونو لیدونکي لري.

ازادي راډیو انلاین په لاندې پتو موندلی شئ

د ازاډي راډیو وېب‌پاڼه

azadiradio.com

د ازادي راډیو فېس‌بوک پاڼه

facebook.com/azadiradio

د ازادي د ټویټر پاڼه

twitter.com/PazadiRadio

ازادي راډیو په انسټاګرام کې

instagram.com/azadiradio_pa

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناکه ځای دی او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریالانو د ازادو مطبوعاتو لپاره د خپلې ژمنتیا تاوان ورکړی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د ازادي راډیو درې خبریالان، محرم درانۍ، عبادالله حنان‌زی او سباوون کاکړ په کابل کې د یوه ځان وژونکي برید په ترڅ کې ووژل شول.

په ۲۰۲۰ کال کې محمد الیاس داعي د یوه هدفي بمي برید له امله ووژل شو.

ازادي راډیو په لنډو څپو واورئ

  • ۱۲،۱۴۰ کیلو هرټز
  • ۱۳،۸۶۰ کیلو هرټز
  • ۱۲،۰۷۰ کیلو هرټر
  • او ۱۵،۶۴۰ کیلو هرټز

کره، باوري او بې پرې خپرونې له ازادي راډیو څخه

د سهار له ۰۷:۰۰ د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو د ازادي راډیو تازه، کره، باوري او بې‌پرې خبرونه او راپورونه او بېلابېلې خپرونې ستاسو په غږ او ستاسو لپاره په ژوندۍ بڼه دلته واورئ:

https://pa.azadiradio.com/live/audio/62

د ازادي راډیو پر فېس‌بوک یې واورئ:

د ازادي راډیو پر ټویټر یې واورئ:

XS
SM
MD
LG