د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ارزګان کې د ازادي راډيو مینوال مطیع الله: ۲۰ کاله راسره ملګرې پاتې شوې


مطیع الله
مطیع الله

۵۶ کلن مطیع الله له ۲۰ کلنو راهیسې د سهار ۷ بجو څخه، د ماښام تر بجو پورې ازادي راډيو اوري، دی په خپل کلي د ازادي راډيو د مینوال په نوم شهرت لري.

نوموړی ترینکوټ ښار کې د ملالۍ لېسې په دروازه کې ناست وي، ازادي راډیو اوري، نوموړي وویل: "ازادي راډيو سره له بې حده زیات مینه لرم، شلو کالو کې یوازې ازادي راډيو راسره ملګرې پاتې شوې."

مطیع الله ازادي راډيو ته وویل، له دې راډیو یې زیات څه زده کړي دي.

دي وايي: "نورې رسنۍ تر فشار لاندې ده، خو ازادي راډيو د هېچا تر فشار لاندې نه ده، تل حقایق خپروي، بې طرفه راډيو ده، تراوسه پورې چې ما تعقیب کړې."

مطیع الله وايي په زړه یې غټ ارمان دی: "د ازادي راډيو له مشرتابه څخه مو غوښتنه داده چې ارزګان ولایت کې خپلې خپرونې په اېف اېم څپو هم پیل کړي او یا هم ماته قوي راډیو راکړي څو زه دا راډیو په صفا توګ واورم."

ازادي راډيو په ارزګان ولایت کې د مطیع الله ترڅنګ په لکونو نو مینوال هم لري چې ازادي راډيو د خپلو شمېر مینوال په ژوند کې یې بدلون راوستلی دی.

ازادي راډيو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۶ نور هېوادونو کې خپرونې کوي چې هلته يې هم خلک له پروګرامونو او خداماتو څخه زیات خوشحال دي.

زادي راډيو په افغانستان له تېرو څه کم شلو کلونو راهیسې په پښتو او دري ژبو په ټوله نړۍ او افعانستان کې پر ۱۲۹۶ اې.اېم څپو او یو شمېر لویو ښارونو کې پر ۱۰۰،۵ څپو خپرونې وړاندې کوي او تر څنګ ازادي راډيو د انټرنیټ له لارې هم په ټوله نړۍ کې اورېدل کېږي.

دا راپور په غږیزه بڼه هم واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

XS
SM
MD
LG