د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

پر ازادي راډیو د طالبانو بندیز؛ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس: د حقیقت مخه څوک نه‌شي نیولی


ارشیف
ارشیف

طالبانو په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو چې ګڼې جایزې یې ګتلې دي، د اېف اېم او اې اېم څپې بندې کړې دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس او اجرائیوي مشر جیمي فلای د دې اقدام په اړه وویل، "ازادي لسګونو ملیونو افغانانو ته د شاهرګ حیثیت لري، نو د طالبانو دا پرېکړه دوی ټول غمجنوي".

جیمي فلای زیاته کړه: "د ازادې اروپا/ ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نه‌کړي. موږ د تجربې له مخې پوهېږو چې زموږ اورېدونکي زموږ د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه توګه نه‌شي نیولی."

د طالبانو دا پرېکړه د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارو هم خلکو ته د ازادو معلوماتو د رسېدو په لاره کې خنډ بللې او له طالبانو یې غوښتي چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ د اېف اېم نشراتو د بندولو په اړه د طالبانو پر پرېکړې اندېښنه ښوولې او هغه‌یې د نړیوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی، په ازاد ډول د معلوماتو د رسېدو خنډ او د بیان د ازادۍ تربتول بللي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د ډله‌ییزو رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د محدودولو نښه ده.

جيمي فلای وايي، له څو لسیزو راهیسې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو افغان څانګه چې په سیمه کې په ازادي مشهوره ده د افغانانو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده، معمولاً په عامه ځایونو کې؛ له بازاره نیولې تر ټکسي پورې هر ځای اورېدل کېږي.

هلمند کې د ازادي راډیو له لوري وېشل کېدونکو راډیوګانو ته په تمه لسګونه د ازادي راډیو مینه‌وال
هلمند کې د ازادي راډیو له لوري وېشل کېدونکو راډیوګانو ته په تمه لسګونه د ازادي راډیو مینه‌وال

په یوه تازه سروې کې چې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ادارې ترسره کړې ده د افغانستان نیمایي لویان هره اوونۍ د ازادي راډیو له محتوا څخه استفاده کوي.

د طالبانو له لوري پر ډېرو فشارونو سربېره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو هغه پېښې په جرأت رااخلي چې د دولتي رسنیو له لوري یې مخه نیول شوې وي.

ازادي راډیو تر ټولو زیان منونکو، ښځو، نجونو، د تشدد د قربانیانو او ځوانانو ته یو بستر چمتو کړی دی چې خپلې تجربې په‌کې له نورو سره شریکې کړي.

ازادي راډیو همداراز افغانانو ته د عامې روغتیا په برخه کې معلومات ورکړي، نجونو ته‌یې د ښوونځي درسونه ورکړي، اداري فساد یې افشا کړی او له بې‌واکه وګړیو سره‌یې د هغوی د ټولنې او هیلو د موندلو په برخه کې مرسته کړې ده.

دآزادی راډیو د شل کلنۍ په مناسبت ځانګړې خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:17 0:00

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس او اجرائیوي مشر جیمي فلای زیاتوي، د طالبانو د رسمي ادعاوو خلاف، افغانانو بیا بیا د ازادي راډیو د عامه مهمو خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني کړې ده. د ازادي اروپا/ ازادي راډیو به له هېواد څخه بهر خپرونې کوي او د نورو فارمټونو په مټ به دې هڅو ته دوام ورکړي چې خپلو خاصو اورېدونکو ته ورسېږي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو افغان څانګه په افغانستان کې یوه له ډېرو مؤثقو او منل شویو رسنیو څخه ده چې په دري او پښتو ژبو له سانسور پرته خبرونه خپروي.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته ازادي راډیو په کابل کې خپل دفتر بند کړ، خو ازادي راډیو بیا هم د هغو پېښو د راپورونو خپرېدو ته ادامه ورکړه چې د دولتي رسنیو له لوري سترګې پرې پټې شوې دي.

ازادي راډیو د (لېرن افغانستان) د تعلیمي ادارې په مرسته له اووم ټولګي تر دولسم پورې نجونو ته د درسونو یوه نوې زمینه په داسې وخت کې برابره کړې ده چې دا نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

ازادي راډیو ځوانو لیدونکو ته د رسېدو لپاره مخ پر ودې ډیجیټلي حضور لري چې د وېب‌پاڼو، فېس‌بوک، انسټاګرام او یوټیوب له لارې یې وېډیوګانې او پاڼې په ملیونونو لیدونکي لري.

ازادي راډیو انلاین په لاندې پتو موندلی شئ

د ازاډي راډیو وېب‌پاڼه

azadiradio.com

د ازادي راډیو فېس‌بوک پاڼه

facebook.com/azadiradio

د ازادي د ټویټر پاڼه

twitter.com/PazadiRadio

ازادي راډیو په انسټاګرام کې

instagram.com/azadiradio_pa

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناکه ځای دی او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریالانو د ازادو مطبوعاتو لپاره د خپلې ژمنتیا تاوان ورکړی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د ازادي راډیو درې خبریالان، محرم درانۍ، عبادالله حنان‌زی او سباوون کاکړ په کابل کې د یوه ځان وژونکي برید په ترڅ کې ووژل شول.

په ۲۰۲۰ کال کې محمد الیاس داعي د یوه هدفي بمي برید له امله ووژل شو.

ازادي راډیو په لنډو څپو واورئ

  • ۱۲،۱۴۰ کیلو هرټز
  • ۱۳،۸۶۰ کیلو هرټز
  • ۱۲،۰۷۰ کیلو هرټر
  • او ۱۵،۶۴۰ کیلو هرټز

کره، باوري او بې پرې خپرونې له ازادي راډیو څخه

د سهار له ۰۷:۰۰ د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو د ازادي راډیو تازه، کره، باوري او بې‌پرې خبرونه او راپورونه او بېلابېلې خپرونې ستاسو په غږ او ستاسو لپاره په ژوندۍ بڼه دلته واورئ:

https://pa.azadiradio.com/live/audio/62

د ازادي راډیو پر فېس‌بوک یې واورئ:

د ازادي راډیو پر ټویټر یې واورئ:

XS
SM
MD
LG