د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

نن د ازادۍ راډیو د دريو خبریالانو د وژل کېدو څلورم تلین دی


 سباوون کاکړ او عبادالله حنانزی
سباوون کاکړ او عبادالله حنانزی

نن شنبه، د ازادۍ راډیو د دریو خبریالانو د وژل کېدو څلور کاله پوره شول.

ازادۍ راډیو له نن څخه څلور کاله مخکې خپل درې خبریالان په کابل کې د یوې چاودنې له کبله له لاسه ورکړل.

سباوون کاکړ، فرشته محرم درانۍ او عبادالله حنانزی، د شپږو نورو خبریالانو او عکاسانو ترڅنګ د ۲۰۱۸م کال د اپرېل میاشتې پر ۳۰مه د کابل په شش درک سیمه کې ووژل شول.

هغه ورځ په دې ځای کې د څو دقیقو په اوږدو کې دوې چاودنې وشوې.

د ازادۍ راډیو ريیس قادر حبيب وايي: "د عبادالله حنانزي، فرشتې محرم درانۍ او سباوون کاکړ د شهادت څلور کاله تېر شول. په دې موده کې داسې ورځ نه وه چې زموږ دغه ښه همکاران دې زموږ په یاد نه وي. د دوی یاد ته درناوی کوو او اوس یې د څلورو کلونو د پوره کېدو په مناسبت د دقیق، بېطرفانه او پر وخت اطلاع ورکولو لپاره پر خپله ژمنه ټینګار کوو. د ټولو هغو کسانو اروا دې ښاده وي چې د بیان د ازادۍ پر لار وژل شوي دي."

د ازادي راډیو رییس قادر حبيب
د ازادي راډیو رییس قادر حبيب

په دغو چاودنو کې په ټوله کې ۲۶ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

دویمه چاودنه تر لومړۍ هغې نږدې نیم ساعت وروسته هغه وخت وشوه، چې خبریالان او عکاسان د پېښې په اړه د راپور ورکولو لپاره ساحې ته ورسېدل.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو حملو مسوولیت ومانه.

د ازادۍ راډیو مشر قادر حبیب د دې راډیو د دریو خبریالانو د وژل کېدو د څلورو کلونو د پوره کېدو په مناسبت وايي، د دوی یاد او خاطرې به تل له همکارانو سره ژوندي وي.

د ۲۰۱۸م کال د اپرېل دېرشمه د ازادۍ راډیو په ټوله کې د افغانستان د رسنیو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه.

د ازادۍ راډیو یوه همکاره د هغې ورځې کیسه کوي.

هغه وايي: "د پرون غوندې مې هغه ورځ په یاد ده. دوشنبه وه. د کابل په شش درک سیمه کې زوروره چاودنه وشوه. زموږ یو ساتونکی وارخطا راغی او ویې ویل چاودنه شوې او لکه چې سباوون کاکړ ټپي شوی، ځکه له موږ سره په تماس کې و، غوښتل یې د لومړۍ چاودنې په اړه راپور جوړ کړي، خو اوس یې تماس پرې شوی دی. وروسته وویل شول چې عبادالله حنانزی او محرم درانۍ هم هلته وو."

د ازادۍ راډیو دا ویر لا هم تازه و، چې د ۲۰۲۰م کال په نوامبر میاشت کې د ازادۍ راډیو بل خبریال محمد الیاس داعي په لښکرګاه کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. ماین ظاهرا د هغه په موټر پورې نښلول شوی و.

محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

د تېر حکومت چارواکو په دې پېښه کې طالبان په لاس لرلو تورن کړي وو، خو تر اوسه یې چا رسماً مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG