د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

عبدالله: د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې به د حکومت ژمنې هرو مرو عملي شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې د وړاندیز سره ـ سره بیا هم د طالبانو له لوري د جنګ دوام نورو تروریستي ډلو ته د افغان وژنې موقع په لاس ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله د چهارشنبې په ورځ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د بیان ازادي د خلکو حق دی او هېڅوک دغه حق ترې نه‎شي اخېستلای.

نوموړی وايي:

"موږ ټول باید دا ومنو چې ولس ته ملامت یو، هغه څه چې د مصؤنیت په کمېټه کې یې وعده شوې، د عملي کېدو په اړه یې زه ډاډ درکوم. موږ د خبریالانو او رسنیو د قربانیو او سرښندونو قدرداني کوو چې د ستونزو با وجود بیا هم له خپل سنګره نه‎دي په شا شوي."

د مې د میاشتې ۳مه نېټه هر کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کېږي.

دغه ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دوه ورځې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دوو حملو په نتیجه کې د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.

په وژل شوېو کې د ازادي راډیو درې همکاران سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو.

سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ مخکې شهید شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

د ځوان خبریال عبادالله حنان زی غږ د تل لپاره غلی شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

محرم درانۍ ځان ته د پلار زوی او تکیه ویل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي راډیو ولایتي خبریال احمد شاه او له دې نېږدې یوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسله‎والو په ډزو ووژل شول.

که څه هم حکومت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د ځانګړو اقداماتو خبره کوي، خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې غړی صدیق الله توحیدي وايي چې نور خبریالان د حکومت په ژمنو بې باوره شوي دي.

ښاغلي توحیدي د مطبوعاتې د نړیوالې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې حکومت د امنیت ور اخوا د بې وزله خبریالانو په لاس‎نیوي کې هم پاتې راغلی.

صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي

نوموړی وايي:

"دا چې موږ د مطبوعاتو په نړیواله ورځ کې د امنیتي ځواکونو د ضعف او د هغو خبریالانو چې شهیدان شوي او کورنۍ یې په بې وزله حالت کې ژوند کوي، د لاس‎نیوي په اړه خبرې کوو له بده‎مرغه د خوښۍ او لمانځلو لپاره هېڅ نه‎دي پاتې."

یادې غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف په پیغام کې د خبریالانو وژنه بشري جنایت بلل شوې و او ټینګار شوی و چې ترورېستان نه‎شي کولای په دا ډول بریدونو د ولس غږ چوپ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG