د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوشنبې د ورځې بریدونه جنګي جنایت وباله


په کابل کې د دوشنبې د سهار د دوو پرله‎پسې خونړیو بریدونو وروسته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان دغه پېښه یو جنګي جنایت وباله.

د دغه سازمان د اسیا د څانګې مرستیال عمر واریاچ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مخصوصاً د خبریالانو پر وړاندې یوه داسې تراژیدي وبلله چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه درلود.

نوموړی وايي:

"په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره کسان هر کال وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په‎دې کې د وسله‎والو ډلو له‎خوا په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه شوي دي. د خلکو قصدي وژنه یو جنګي جنایت دی . موږ ګورو چې داعش وسله‎والې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی او موږ باور لرو چې دوی یو جنګي جنایت ترسره کړی دی."

پرون دوشنبه په کابل کې په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه.

په‎دې ډله کې د ازادي راډیو دوه خبریالان او یوه همکاره هم شامله وه.
په‎دې ډله کې د ازادي راډیو دوه خبریالان او یوه همکاره هم شامله وه.

په هغو بریدونو کې ۲۹ کسان ووژل شول چې نهه تنه یې د بېلابېلو رسنیو خبریالان وو. په‎دې ډله کې د ازادي راډیو دوه خبریالان او یوه همکاره هم شامله وه.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي پر افغان حکومت انتقاد وکړ چې د خلکو په تېره بیا د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلي.

نوموړي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه یې غوښتي چې د افغان حکومت ترڅنګ پرخبریالانو پروني بریدونه په هر اړخېز ډول وارزوي او پر تروریستي ډلو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو او سازمانونو فشار لا ډېر کړي چې دا ډول پېښې تکرار نه‎شي.

ښاغلي توحیدي دغه راز د جنګي جرمونو په اړه له نړیوالې محکمې یا هاګ څخه غوښتي چې د کابل پرونۍ پېښه د بشریت پرضد جنګي جرمونو په لېست کې ثبت کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي

دی وايي:

"د جنایې نړیوالې محکمې څخه زموږ غوښتنه دا وه چې دا پېښه ثبت کړي، دا جنګي جنایت دی، د بشریت ضد عمل دی او هغه اشخاص او طراحان چې په دې اړوند نیول کېږي باید محاکمه شي او سزا وویني."

په هغو بریدونو کې چې تېره ورځ د کابل په شش درک سیمه کې وشوې دغه راز د ملکي وګړو په ګډون ۴۹ تنه ټپیان هم شول.

د بخښنې د نړیوال سازمان مسؤلین دا د پلازمېنې د خطرناکه وضعیت بولي او وایي، دا پېښه یوازې په پلازمېنه کابل نه بلکه په ټول افغانستان کې تکرارېږي.

دغه سازمان دې ټکي ته په اشارې له هغو اروپایې هېوادونو څخه چې افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته لېږي غواړي چې د حالاتو حساسیت درک کړي او له‎دې کاره لاس واخلي.

دوی وایي، افغانستان اوس به هغه وضعیت کې نه‎دی چې خوندي وګڼل شي.

تېره یکشنبه هم په کابل کې په یوه خونړي برید کې شاوخوا ۶۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول چې اکثره یې ملکي وګړي وو. د هغه برید مسؤلیت هم داعش وسله‎والو منلی وو.

XS
SM
MD
LG