د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د کابل د ننني برید د وژل شویو شمېر ۲۹ تنو ته ورسېد


روغتیا وزارت وايي په ننیو انتحاري حملو کې ۲۹تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي.

د دې وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې دا وروستي ارقام نه دي.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب ټولنې وايي چې په وژل شویو کې د یوې میرمنې په ګډون نهه یې خبریالانوو.

په وژل شویو کې ۳ تنه عبادالله حنانزی، محرم درانۍ او سباوون کاکړ د ازادي راډيو خبریالان وو.

د پېښې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

پخواني معلومات:

د کابل په نننیو انتحاري حملو کې د ازادي راډيو یو خبریال عبدالله حنانزی شهید شوی دی او سباوون کاکړ زخمی دی.

افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په نننیو انتحاري حملو کې ۲۱ تنه وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل انتحاري حمله کوونکی د خبریالانو له لباسه چې ویډیو کمره هم ورسره د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

په دې ډلې پورې تړلې اژانس اعماق کې راغلي چې د کابل د ملي امنیت په ۹۰ ریاست دوی دوه غبرګې انتحاري حملې کړي او د ملي امنیت زیاتو غړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

  • پخواني معلومات

د کابل په نننیو انتحاري حملو کې د ازادي راډيو یو خبریال عبدالله حنانزی شهید شوی دی او سباوون کاکړ زخمی دی.

ویل کېږي چې په دوهمه انتحاري حمله کې زیات شمېر خبریالانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل انتحاري حمله کوونکی د خبریالانو له لباسه چې ویډیو کمره هم ورسره د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

په دې ډلې پورې تړلې اژانس اعماق کې راغلي چې د کابل د ملي امنیت په ۹۰ ریاست دوی دوه غبرګې انتحاري حملې کړي او د ملي امنیت زیاتو غړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار دوو زورورو چاودنو کابل ښار ولړزاوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې دوهم انتحاري حمله کوونکی د خبریالانو له لباسه چې ویډیو کمره هم ورسره د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

یو تن خبریال ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې يې د درېیو خبریالانو شامری فیضي د فرانس پرېس اژانس عکاس، توخي د ژوندون ټلوېزیون خبریال او غازي د یک ټلوېزېون خبریال جسدونه يې په خپلو سترګو ولیدل چې په دې پېښه کې وژل شوي دي.

په ټپيانو کې د ازادي راډيو خبریال سباوون کاکړ هم شامل دی خو د نورو خبریالانو په اړه لا معلومات نشته.

د پېښو مسؤلیت لا تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په دوو انتحاري حملو کې تر دې دمه ۸ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال کړی شوي دي.

دی وايي، دا وروستي ارقام نه دي.

  • پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې دوهم انتحاري حمله کوونکی د خبریالانو له لباسه چې ویډیو کمره هم ورسره د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

دی وايي چې تر دې دمه معلومه نه لري چې په دوهمه چاودنه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

خو ویل کېږي په دې پېښه کې زیات شمېر خبریالانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار دوو زورورو چاودنو کابل ښار ولړزاوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ تنه نور ټپيان دي.

ښاغلی دانش وايي چې په دوهمه چاودنه چې تردې دمه يې نوعیت نه دی په ډاګه شوی زیات شمېر مرسته کوونکو او خبریالانو ته مرګ ژوبله رسېدلی، خو دقیق معلومات په واک کې نه لري.

دی وايي چې دوهمه چاودنه د ښار جوړونې وزارت ته څېرمه د شش درک سړک مخامخ شوې ده.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"دوهمه چاودنه چې نوعیت يې لا نه دی څرګند، خو د شش درک سړک ته مخامخ د ښار جوړونې وزارت ته نېږدې شوې ده، له بده مرغه چې تلفات لري او ډېر تلفات په کې مرسته کوونکو او خبریالانو ته رسېدلې."

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې لومړۍ چاودنه سهار نېږدې اته بجې رامنځته شوه، یو انتحاري و چې له موټر سایکله په ګټې اخېستنې يې دا حمله کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې سیمې ته نېږدې ورشي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې دواړو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار دوو زورورو چاودنو کابل ښار ولړزاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې لومړۍ چاودنه سهار نېږدې اته بجې رامنځته شوه، یو انتحاري و چې له موټر سایکله په ګټې اخېستنې يې دا حمله کړې ده.

ښاغلی ستانکزی د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دوهمه چاودنه چې له لومړۍ پېښې نېږدې نیم ساعت وروسته رامنځته شوه په اړه جزئیات نه دي موجود.

د پېښې په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې سیمې ته نېږدې ورشي.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار دوو زورورو چاودنو کابل ښار ولړزاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د یوه موټر سایکل سپور په واسطه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۵ ټپیان دي.

له دې نه وروسته بلې زورورې چاودنې د کابل ښار ځینې سیمې ولړزولې چې په اړه یې لا معلومات نشته.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې دواړو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.

نور جزئیات وروسته….

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې بله چاودنه شوې .

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار شاوخوا ۸ بجې یوې زورورې چاودنې کابل ښار ولړزاوه.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي هم پېښه تأييد کړې او ویلي دي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی خو د چاودنې د نوعیت او هدف په اړه معلومات نه لري.

لا تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار ۷:۵۶ یوې زورورې چاودنې کابل ښار ولړزاوه، ویل کېږي چې دا چاودنه ددې ښار د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې.

د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه لا تراوسه دقیق معلومات نشته.

نور جزئیات وروسته...

  • پخواني معلومات

کابل ښار یوې چاودنې ولړزاوه.

XS
SM
MD
LG