د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ارګ: د رسنیو پر کار کوونکو وروستۍ برید به په جدي ډول وارزول شي


افغان حکومت وایي، د رسنیو پر کار کوونکو وروستی برید به په جدي ډول وارزول شي.

د کابل په پروني برید کې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې ساری نه درلود، د بېلابېلو رسنیو نهه تنه خبریالان په ابدي خوب ویده شول.

ټول قربانیان هغه خبریالان او د رسنیو ځوان کارکوونکي وو چې په شش درک سیمه کې د لومړي ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته ورغلي وو.

د ازادي راډیو خبریالان هر یو عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ او محرم درانۍ چې تازه یې له ازادي راډیو سره کار پیل کړی و، د هغو نهو خبریالانو په ډله کې دي چې پرون ووژل شول.

یارمحمد توخي له طلوع نیوز سره کار کاوه، غازي رسولي او نورز علي رجبي له یک ټلوېزیون، شاه مری فیضي د فرانس پرېس خبري اژانس خبریال او عکاس و او سلیم تلاش او علي سلیمي د مشعل ټلوېزیون خبریالان وو.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې پرونۍ پېښه په جدي ډول ارزوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

دای وايي:

"د افغانستان حکومت د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب کمېټه جوړه کړې ده. دغه کمېټه د ټول افغانستان په سطح کار کوي. وروستۍ پېښه ارزول کېږي او د خبریالانو د لاښه خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه واخېستل شي."

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو پر افغان خبریالانو دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

د اروپایې کمېسیون ویاند مارګراتیز شیناز «Margaritis Schinas» د دوشنبې په ورځ وویل، په‎دې سختو شېبو کې اروپایي ټولنه د افغانستان د خلکو او خبریالانو ترڅنګ ولاړه ده.

د اروپایې کمېسیون ویاند مارګراتیز شیناز
د اروپایې کمېسیون ویاند مارګراتیز شیناز

نوموړي وویل:

"حتی په جګړو کې قوانین شته، ملکيان او خبریالان چې ځانونه په خطر کې اچوي، څو له خطرناکو سیمو راپورونه جوړ کړي، باید هېڅ‎کله په نښه نه‎شي. اروپایي ټولنه او د اروپا کمېسیون د افغانستان د خلکو او د ټولي نړۍ د خبریالانو تر څنګ ولاړ دي."

په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان ووژل شول.

د کابل د پرونۍ پېښې د نهو قربانیانو سربېره، په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمدشاه د دوشنبې په ورځ د دوو نامعلومو کسانو له‎خوا ووژل شو.

تر دې وړاندې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په کندهار ولایت کې په یوه وسله‎وال برید کې ووژل شو.

په امریکا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، پر خبریالانو وروستي بریدونه ښیې چې افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره یو ډېر خطرناک هېواد دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشرسټیفن بوتلرد کابل د دوشنبې بریدونه د بیان د ازادۍ د دښمنان کار بولي او په کلکه یې غندلی دی.

XS
SM
MD
LG