د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د کندهار چارواکي: د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین به ډېر ژر ونیول شي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د افغان خبریال عبدالمنان ارغند د قاتلینو د نیول کېدو پلټنې پیل شوې دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع‌الله هلال ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو ته امر شوی چې پر افغان خبریال عبدالمنان ارغند د حملې جدي پلټنې وکړي او قاتلین‌يې ونیسي.

د هلال په وینا دوه وسله‌وال چې پر موټرسایکل سپاره وو نن سهار ۹ بجې يې د کندهار ښار په ۹ ناحیه کې پر نوموړي د تومانچې ډزې کړي او هغه‌يې وژلی دی.

د هلال په وینا حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیسو يې د نیولو هڅې پیل کړي.

هلال: د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي.
هلال: د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"عبدالمنان ارغند په خپل موټر کې له کوره وظیفې ته پر لار وو چې دوه موټرسایکل سپرو د تومانچې ډزې پر کړي او نوموړی يې شهید کړی، حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیسو ته امر شوی چې قاتلین ژر تر ژره ونیسي."

په عین وخت کې د کندهار د خپلواکو ژورنالېستانو د اتحاديې په شمول د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د نوموړي وژل کېدل په سختو ټکو غندلي او د قاتلینو د نیول کېدو غوښتنه‌يې کړې.

د خبریال «ارغند» د قاتلینو د نیولو هڅې پيل شوي.

د کندهار پرس کلب مشر جاوید احمد تنویر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عبدالمنان ارغند په وژنې ټول خواشیني دي.

هغه وویل ارغند کابل نیوز ټلوېزیون ته کار کاوه او له چا سره‌يې شخصي دښمني نه‌لرله، خو له څه وخت راهیسې ورته ځینو نامعلومو کسانو ګواښونه هم کړي وو.

عبدالمنان ارغند ۳۰ کلن وو د نوموړي څخه مېرمن، دوه زامن او یوه لور پاتې شوي.

دا په تېرو دوو کلونو کې په جنوب کې د خبریالانو د وژل کېدو درېیمه پېښه ده.

تر دې مخکې د نعمت‌الله زهیر او یعقوب شرافت په نوم دوه خبریالان په هلمند او زابل ولایتونو کې وژل شوي وو.

د کندهار خبریالانو او په دغه ولایت کې د خپلواکو ژورنالېستانو اتحاديې او نورو بنسټونو د بېلا بېلو خبرپاڼو په خپرولو سره د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې د بيان ازادي او د خبريالانو ژوند ته جدي پام وکړي.

تر دا مهاله کومې وسله‌والې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG