د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د کابل د نننۍ پېښې د ازادي راډیو خبریالانو ژوندلیک


د ازادي راډیو دوه خبریالان، یوه همکاره او شپږ نور ژورنالیستان نن د کابل په شش درک سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ د نننۍ حملې قربانیان وو.

سباوون کاکړ ۳۰ کلن و، خبري ویډیوګانې او سپورتي راپورونه یې جوړول.

سباوون کاکړ

نوموړي واده کړی و، د ثور په ۱۱مه په ازادي راډیو کې د سباوون د کار پنځه کاله پوره کېدل، خو نن دوشنبه د ثور په ۱۰مه په یوه انتحاري حمله کې د مرګ ژوبلې په اړه د راپور جوړولو لپاره، د کابل شش درک سیمې ته تللی و چې په خپله د انتحاري برید قرباني شو.

له سباوون کاکړ څخه یو دوه کلن زوی پاتې دی چې بنیامین نومېږي.

عبادالله حنانزی د تلې په لومړۍ نېټه ۲۷ کلن کېده، په ازادي راډیو کې د کار یې دوه کاله هم لا نه وو پوره شوي.

نوموړي واده کړی و او ماشومان یې نه لرل.

عبادالله حنانزی

حنانزي د مخدروموادو په اړه د ازادي راډیو د ځانګړي پروګرام «د زهرو کاروان» د ټیم همکار و.

محرم درانۍ ته تازه د ښځو لپاره د ازاډي راډیو د اونیزې( نیمې نړۍ ) خپرونې د جوړولو دنده سپارل شوې وه، چې مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړلو ته هم پرېنښوده.

ټاکل شوې وه چې نوموړې رسما د مې د میاشتې له ۱۵ نیټې رسما ازادي راډیو سره کار پیل کړي.

نوموړې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه.

درانۍ ویل، دا غواړي چې د اسلام هغه څېره چې ترورېستانو نړۍ ته ښودلې ده نه، بلکې سپېڅلی ماهیت یې خلکو ته وښيي.

محرم درانۍ

هغې مخکې له دې چې د ازادۍ راډیو په دفتر کې کار پیل کړي، د ازادي راډیو په یوه بحث کې په دې اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:

"زه چې د شرعیاتو هر درس زده کوم، راځم او د رسنیو له لارې یې هېوادوالو ته رسوم، هغوی پوهوم او دا پیغام وررسوم، مهمه دا ده چې غواړم نه یوازې یوه ژورنالیسته واوسم، لیکنې وکړم او له خلکو سره په اړیکو کې واوسم، بلکې په راتلونکي کې یوه ښه مبلغه هم شم، څو وکولای شم، د اسلام د سپېڅلي دین واقعیت هسې خلکو ته وړاندې کړم چې الله تعالی یې غواړي."

درانۍ ته د ښځو لپاره د ازادي راډیو د ځانګړي اونیز پروګرام «نیمې نړۍ» د جوړولو دنده سپارل شوې وه، خو مرګي حتی د لومړي پروګرام د جوړولو فرصت هم ورنه کړ او دا نړۍ همداسې نیمه پاتې شوه.

XS
SM
MD
LG