د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د کابل نننۍ پېښې ته د جنرال نیکلسن اشاره: د افغانستان دښمنان به بریالي نشي


په کابل کې ننني غبرګ بریدونه چې لږترلږه د ۲۹ وژل شويو کسانو په ډله کې د ازادي راډیو د درې خبریالانو په ګډون نهه خبریالان هم شامل دي، مختلفو لورو په کلکه غندلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د کابل غبرګې ځانوژونکې حملې په کلکه غندلي.

د سفارت له خوا نن دوشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې متحده ایالات دغه وحشیانه حملې غندي او د قربانیانو منجمله د زړورو خبریالانو کورنیو، دوستانو او ټولو همکارانو ته یې د ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

د خبرپاڼې له مخې، چېرې چې رسنۍ له خطر سره مخامخ وي، هلته ټولو بشري حقونو ته پراخ ګواښ متوجې دی.

د امریکا سفارت ویلي چې متحده ایالات د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له حکومت سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ولاړ دی او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو ستاینه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سیاسي دفتر یوناما هم د کابل خونړي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه په ګڼ مېشتو سیمو کې شوي چې ملکیان یې هدف ګرځېدلي دي.

د یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

اروپایي اتحادیې او اروپایي کمېسیون هم د کابل برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د استازي د دفترله خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل د نننیو چاودنو له ټولو قربانیانو، د هغوی ملګرو او همکارانو ته د خواشینۍ مراتب وړاندې شوي او ویل شوي چې په ننني برید کې په وژل شویو کې نهه خبریالان هم شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، خبریالان چې د نړۍ له خطرناکو ځایونو د رپوټ ورکولو په هدف خپل ځان په خطر کې اچوي، باید په جګړه کې په نښه نشي.

د خبرپاڼې په لیکنه، اروپايي ټولنه او اروپايي کمېسیون د افغانستان له خلکو او د نړۍ د ژورنالیستانو په څنګ کې درېږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت مشر امریکایي جنرال جان نیکلسن د کابل حملې په کلکه غندلې، هغه یې بزدلانه بللي او ویلي یې دي چې دغو غبرګو ځانوژونکو بریدونو افغان امنیتي ځواکونو او د خبریالانو په ګډون، بې ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جنرال نیکلسن ویلي چې دا مه هېروئ، د افغانستان د ښمنان به بریالي نشي.

هغه زیاته کړه، دغسې اعمال یوازې د افغانستان له خلکو سره زموږ کلکې ژمنې لا پیاوړې کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د کابل د نننیو بریدونو غندنه کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل او ننګرهار حملې غندل شوي او هغه پکې بشري ضد جنایتونه بلل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پرملکي وګړو، جوماتونو او لمونځ کوونکو، ملي او ولسواکو بهیرونو او پر خبریالانو برید څرګند جنګي جنایت دی، د ترهګرو دغه اقدام د اسلامي او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی.

ارګ ویلي چې د کابل په ننني برید کې یوشمېرخبریالانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې، د رسنیو د هغې کورنۍ چې د افغانستان د خلکو او حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

افغان ولسمشر پر رسنیو دغه برید او د بیان ازادي او د رسنیو د ازاد فعالیت ارزښت ته په پام سره د رسنیو ګډې کمېټې ته چې مشري یې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش کوي، لارښونه کړې چې د زیانمنو شویو خبریالانو د ملاتړ او هغوی ته د رسیده ګي لپاره اقدام وکړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست هم د کابل ننني بریدونه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غندلي او ویلي يې دي چې ترهګرو یوځل بیا په کابل کې په دغو بزدلانه بریدونو سره وښوده چې دوی د ټولو اخلاقي انساني او اسلامي کراماتو ضد دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو او خبریالانو مدافع ټولنو هم د کابل دغه بریدونه غندلي او هغه یې د رسنیو پر کورنۍ حملې بللې دي.

XS
SM
MD
LG