د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د کابل په انتحاري حملو کې وژل شوي شپږ نور خبريالان څوک وو؟


په کابل کې د بېلابېلو رسنيو د شپږو او په خوست کې د یوه خبريال هر يوه لنډه پېژندنه.

  • شاه مری
    شاه مری
    شاه مری

د دوشنبې په ورځ په دوهم ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

شاه مري له پنځلسو کلونو راهیسې له فرانسې خبري اژانس سره د مشر عکاس په توګه دنده لرله.

شاه مری د کابل د شمالي وو.

د دوشنبې په ورځ تر لومړۍ حملې وروسته شاه مری د پېښې ځای ته رسېدلی وو او د فرانس پرېيس د راپور له مخې يې تر دوهمې چاودنې مخکې خپل همکار ته پر وټس اپ پيغام واستاوه چې هر څه سم دي او دی د عکسونو تر څنګ د پېښې د ځای ويډيو هم جوړوي.

ده دوې مېرمنې او د یوې لور په ګډون شپږ اولادونه تر شا پرېښودل.

  • غازي رسولي

دی په کابل کې له څلورو کلونو راهيسې له یک ټلوېزیون سره د خبريال په توګه کار کاوه.

د یک ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، غازي رسولي د پروان ولایت په سيد خېل سیمه کې زېږېدلی وو.

یوویشت کلن رسولي په کابل پوهنتون کې د ژورنالیزم د پوهنځۍ د اخري کال محصل وو.

غازي رسولي واده نه وو کړی.

  • سلیم تلاش

ده په کابل کې له دوو کلونو راهيسې له مشعل ټلوېزيون سره د خبریال په توګه کار کاوه.

د پېښې پر مهال تلاش د لومړۍ حملې د پوښښ لپاره سيمې ته تللی وو.

تلاش کوزده کړې وه او ټاکل شوې وه ډېر ژر واده وکړي.

  • علي سلیمي

علي سلیمي هم په دې بريد کې ووژل شو.

ده يوه اوونۍ مخکې له مشعل ټلوېزیون سره کار پيل کړی وو.

دی له سلیم تلاش سره يو ځای د پېښې ځای ته تللی وو چې د دوهم ځانمرګي بريد قرباني شو.

  • نوروز علي رجبي

نوروز علي رجبي له يک ټلوېزيون سره څه کم يو کال د کمره مين په توګه کار کړی وو.

خو تر دې مخکې يې په رسنیو کې د کمره مين په توګه پنځه کاله دنده تر سره کړې وه.

۲۶ کلن رجبي د خپلې کورنۍ يوازینی د ګټې وټې سړی وو.

ده سپين سرې مور، ځوانه مېرمن پرېښودې.

د يک تلويزیون په وینا نوروز علي رجبي په راتلونکو څو اوونيو کې پلار کېده خو خپل کوچنی يې ونه ليد.

  • يار محمد توخي

د طلوع ټلوېزیون هغه کمره مين وو چې د دوشنبې په بريد کې ووژل شو.

ده له ياد ټلوېزیون سره له تېرو دوولسو کلونو راهيسي کار کړی وو.

توخي سپين سرې مور او پېغله خور او ناواده کړې کوزدن تر شا پرېښودې.

خور يې د سرطان ناروغي لري چې ده ورباندې درملنه کوله.

دی ۵۴ کلن وو او ټاکل شوې وه په يوه مياشت کې دننه واده وکړي.

احمد شاه

  • احمد شاه
    احمد شاه
    په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه هم د نامعلومو وسله والو تر حمله لاندې راغی او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

ده د بي بي سي له افغان څانګې سره له تېر يوه کال راهيسي کار کاوه.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې احمد شاه په لنډه موده کې د یوه زيارکښ او وړ خبريال په توګه خپل نوم جوړ کړی وو.

د احمد شاه له ملګري او ډېوه راډيو له همکار حقمل سادات سره مو د ده په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی سادات د احمد شاه په اړه داسي وايي:

"احمد شاه زه له ډېر وړکتوب نه پېژنم ځکه چې زه او دی نه یوازي مسلکيان یو بلکي کليوال هم يو او د يوې قبيلې هم يو، احمد شاه په خوست کې زېږېدلی، همدلته یې ښوونځی لوستی او د خوست پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي فارغ شوی، دی ډېر نرم مزاجه سړی وو، زموږ ملګرو چې به چېرته بانډار جوړ کړ، په منځ کې به يې دی وو، ملګري به يې خندول، ته به يې ملګرو ته خوشالي ورکوله."

احمد شاه نهه ويشت کلن وو او تېر کال يې کوژده کړې وه.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې د دې ادارې د نړیوالو خپرونو مشر جيمي انګس احمد شاه تکړه خبریال بللی او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړې.

XS
SM
MD
LG