د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

غني: د امنیتي ارګانونو په لیکو کې به بېړني اصلاحات راوستل شي


افغان ولسمشر وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د ازادي او غلامي ترمنځ ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان جګړه د ازادي غوښتونکي ولس او د یوه وړوکي اقلیت ترمنځ جنګ دی چې غواړي په غلامي کې ژوند وکړي.

ولسمشر غني دا خبرې پرون په کابل کې د «کار په ملي کانفرانس» کې د کابل د دوشنبې ورځې خونړیو بریدونو ته په اشارې وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"که د دوی غوښتنه داده چې دا ولس به غلامي قبوله کړي نو هېڅکله نه هېڅکله نه، د شریعت له نظره ښکاره ده چې دا جګړه مشروعیت نه لري، د ځانوژونکي ځای جهنم دی، د دې اړتیا باید ښکاره وي چې د یوه وړوکي اقلیت ګټې چې نورو ته پر غلامي او پر مخدرو موادو ولاړې دي، د جګړې د سیاسي حل مخه نشي نیولی."

افغان ولسمشر وویل چې د ملي یووالي حکومت پریکنده اراده لري چې د افغانانو پر وړاندې اعلان شوې جګړه ځواب کړي، خو په عین حال کې به د جګړې د ختمولو لپاره سیاسي لاره چې د کابل په کانفرانس کې اعلان شوې ده، هم دوام ولري.

محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو په لیکو کې د بېړنیو اصلاحاتو خبره وکړه.

نوموړي وویل چې دا اصلاحات باید د روابطو پر ځای د ضوابطو او وړتیا په پام کې نیولو سره ترسره شي.

په همدې حال کې جمهوري ریاست وايي، د ملي امنیت شورا پرون د ولسمشر غني په مشرۍ د دوشنبې ورځې د بریدونو په اړه چې د ۹ خبریالانو په ګډون په کې ۲۹ کسان ووژل شول،ګډ تحققیاتي کمېسیون ته سپارښتنه وکړه چې په لنډ وخت کې د خپلو موندونو راپور له ارګ، رسنیو او د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وویل د ملي امنیت په شورا کې ژمنه وشوه چې د کابل د وروستیو بریدونو طراحان به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

بل لورته د کابل په ځانوژونکو بریدونو کې د افغان خبریالانو د وژل کېدو په اړه د نړیوالو د عکس العملونو په لړ کې د ملګرو ملتونو د بیان د ازادي ځانګړي څېړونکي د دې پېښې د غندلو ترڅنګ پر نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کړی دي چې په افغانستان کې له رسنیو او د بیان له ازادي څخه خپل عاجل ملاتړ څرګند کړي.

د کابل په ورستیو بریدونو کې د ازادي راډیو د دریو همکارانو په ګډون د بېلا بېلو رسنیو ۹ خبریالان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG