د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

نی: حکومت دې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب مقرره ژر چمتو کړي


په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» له حکومت نه غواړي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب مقرره دې ژر چمتو کړي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» وايي چې د تېرې ورځې د ناوړه پېښې په اړه یوازې د چارواکو په خبرو او د داعش په مسؤلیت اخیستو قناعت نه کوي.

د دغه ادارې اجرائیوي رئیس د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۱۱» ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه دې دقیقه او کره وپلټل شي او عاملین دې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

مجیب خلوتګر له حکومت نه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د خوندیتوب په هدف دې یوه باوري او تاثیر لرونکې پالیسي چمتو کړي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غوښتنه کوو چې د خبریالانو د خوندیتوب طرحه چې کار پرې روان دی ژر نهايي کړي، څو موږ لږ تر لږه ډاډ ترلاسه کړو چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې قانون یوه مقرره او یوه پالیسي شته ده."

تېره ورځ د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې چاودنه وشوه چې خبریالان یې د خبري پوښښ لپاره ورغلي و چې دویم انتحاري حملې خبریالانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دواړو پېښو کې د بېلابېلو رسنیو د ۱۰ خبریالانو په ګډون ۳۰ کسان ووژل شول او شاا خوا ۵۰ نور ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې په پرونیو ترهګریزو حملو کې په وژل شویو خبریالانو کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرمه درانۍ هم شهیدان شول.

د کابل د پرونۍ پېښې د نهو قربانیانو سربېره، په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمدشاه د دوشنبې په ورځ د دوو نامعلومو کسانو له‎خوا ووژل شو.

تر دې وړاندې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په کندهار ولایت کې په یوه وسله‎ وال حمله کې ووژل شو.

د افغان خبریالانو وژل کېدل په ملي او نړیواله کچه په سختو ټکو وغندل شول او د بخښې نړیوال سازمان دغه یو جنګي جنایت وباله.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي ازادي رايو ته وویل چې ټولې پېښې څېړل کېږي او کار یې پیل کړی، څو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه عملي او مناسب میکانیزم رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې اړه پرېکړه وشوه چې له امنیتي ادارو، خبري رسنیو خپله خبریالانو او د خبریالانو له فدراسیون سره ګډې او دوامدارې ناستې ولرو، موږ د خبریالانو او خبري رسنیو د خوندیتوب لپاره یو عملي او مناسب میکانیزم چمتو کړو."

ښاغلی سنچارکي زیاتوي د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره د عاجلو او دوامدارو مرستیو باندې هم غور روان دی.

د افغانستان له رسنیو نه د ملاتړ اداره نی وايي، که دغه وضعیت ته پام ونه شي، روان کال به د خبریالانو او رسنیو لپاره ښه کال نه وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG