د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د ازادي راډیو د خبریال سباوون کاکړ جنازه هم خاورو ته وسپارل شوه


د ازادي راډیو د خبریال سباوون کاکړ جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه. د کابل د پروني برید د دوو نورو قربانیانو د ازادي راډیو د خبریالانو عبادالله حنانزي او فرشته محرم درانۍ جنازې پرون په کابل کې خاورو ته سپارل شوې وې.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ د رسنیو کورنۍ په کابل او خوست کې د لسو وژل شوېو خبریالانو فاتحه په ګډه واخلي.

په کابل کې پر خبریالانو د پروني برید چې د وژل شوېو نهه خبریالانو په ډله کې د ازادي راډیو درې خبریالان هم شامل دي د غندلو لړۍ دوام لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، دی دغو دوو ځان وژونکو حملو چې مسؤلیت یې داعش په غاړه اخېستی، ډېر په غصه کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په‎دغه حمله کې چې قصداً خبریالان په نښه شوي، یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې د رسنیو کارکوونکي د خپلو اساسي فعالیتونو په ترسره کولو کې څومره له خطر سره مخامخ دي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل، کمزورو شویو یاغي وسله‎والو په افغانستان کې خبریالان د دې لپاره په نښه کړي چې په اکتوبر کې له رأی ورکولو مخکې د انتخاباتو روانه پروسه زیانمنه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو هم دغه حمله غندلې او هغه یې وحشیانه او نه توجیه کیدونکې بللې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنې چې تېر کال یې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو درېیم خطرناکه هېواد بللی و، د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې رسنۍ په راتلونکې کې له حملو خوندي کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې اوس یې وخت دی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د یوه ځانګړي استازي په ټاکلو سره ملګري ملتونه نړیوالې ټولنې او مهمو سیمه‎ییزو لوبغاړو ته یو قوي پیغام ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل پر خبریالانو دغه برید جنګي جنایت بللی دی.

ګڼو نورو لورو هم په کابل کې پر خبریالانو پرونۍ برید په کلکه غندلی دی.

XS
SM
MD
LG