د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

خبریالان: د خبریال احمدشاه د وژنې عاملین دې ونیول شي


نن د سې شنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو د وژل شوي خبریال احمدشاه جنازه په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د یادو مراسمو ګډون کوونکو خبریالانو له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې د نوموړي خبریال د وژنې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

هغوی د خپل ملګري احمدشاه وژنه د رسنیو د کورنۍ لپاره یو تشه وبلله او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل چې د خبریالانو بې طرفي په پام کې ونیسي او هغوی ته دې له زیان رسولو لاس واخلي.

په خوست کې د بي بي سي راډیو د وژل شوي خبریال احمدشاه د جنازې په مراسمو کې د ځايي اوسېدونکو او خبریالانو سربېره د پکتیا یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه.

خبریال احمد شاه خاورو ته وسپارل سوو.
خبریال احمد شاه خاورو ته وسپارل سوو.

د پکتیا د پرېس کلب مشر حقمل مسعودزي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول پيښې د خبریالانو په ژوند او مسلک بد اغېز کوي.

ده د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو په راتلونکې کې بیا داسې پېښې تکرار نه شي.

د پکتیا د ژورنالیستانو د ټولنې مشر عبدالله مخلص د احمدشاه وژنه په سویل ختیز زون کې د خبریالانو د کورنۍ لپاره یوه ضایع وبلله او ويې ویل چې جنازې ته يې له خپلو ملګرو سره یو ځای له پکتیا راغلي دي.

ده وویل، د احمدشاه له کورنۍ او دوستانو سره يې خواخوږي شریکه کړه، خو له اړوندو حکومتي ادارو يې وغوښتل چې د پېښې جدي څېړنه وکړي.

د خوست یو تن ازاد خبریال احسان ارین وویل چې احمدشاه صادق، با ادبه،نزاکت لرونکی او د ژورنالیزم په ډګر کې مخکښ ځوان وو.

ده له اړوندو کشفي او امنیتي ادارو وغوښتل چې د یوې اوونۍ په موده کې د دې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

په خوست کې د کابل نیوز ټلوېزیون خبریال سردار شفق وايي چې احمدشاه د خبریالانو په منځ کې ډېر نرم مزاجه ځوان وو، او د پيښې عاملین نشي کولای په داسو عملونو سره د ولس د حق غوښتنې غږ ټیټ کړي.

د احمدشاه یوه ملګري کبیر مشفق وویل، احمدشاه به خپلو ملګرو ته په کراتو د بې پریتوب د رعایت خبره کوله او تل يې پر همدې اصل ټېنګار کاوه.

د احمدشاه پلار چې ښوونکی دی وايي چې زوی ته يې پخوا ګواښ نه دی شوی او نه ده خپلې کورنۍ ته داسې څه خبره کړې ده.

ده وویل، له اوله يې زوی ته ویلي و چې په خبریالي کې به انډول او توازون ساتي او طرف به نه کوي او زوی يې همدې اصلونو ته ژمن وو.

په خوست کې د بي بي سي راډیو خبریال احمدشاه چې شااخوا ۲۷ کاله عمر يې لاره د دوشنبې ورځې مازدیګر مهال خپل کور ته د تګ پر وخت د نامعلومو وسله والو چې پر موټرسایکل سورو له لوري ووژل شو.

هغه یو کال له بي بي سي او له دې مخکې د کلید راډیو سره د کارکوونکي او خبریال په توګه دنده اجراء کوله.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG