د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو د وژنو قضیې کمې خو تاوتریخوالي سره لا هم مخ دي


یو تن افغان خبریال او وسله وال طالب
یو تن افغان خبریال او وسله وال طالب

په داسې حال کې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ۲۰۲۱ میلادي کال د افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بللی، په دې هېواد کې د خبریالانو د دفاع بنسټونه وایي، په دې کال کې ۶ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي که څه هم د خبریالانو د وژنو قضیې کمې او ان صفر شوي، خو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم شته.

هاشمي زیاته کړه: "۲۰۲۱ میلادي کال وړاندې تردې چې پر افغانستان طالبان واکمن شي د وژنو برخه کې د خبریالانو لپاره یو خونړۍ موده وه، شپږ خبریالان شهیدان شول چې ډېری یې ښځینه خبریالانې وې، اوس هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه دي کمي شوي، خو د خبریالانو د وژنو پېښې تقریباً صفر شوي دي، زموږ هیله دا ده چې عام وسله وال طالبان به له خبریالانو سره د سلوک په اړه روزنه وګوري او تمه شته چې د خبریالانو پر وړاندې د ناسم چلند قضیې هم پای ومومي."

عبدالمعید هاشمي وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي که څه هم د خبریالانو د وژنو قضیې کمې او ان صفر شوي، خو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم شته.
عبدالمعید هاشمي وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي که څه هم د خبریالانو د وژنو قضیې کمې او ان صفر شوي، خو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په نړۍ کې د بندي خبریالانو په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال په ۳۷ هېوادونو کې ۲۹۳ خبریالان بندیان وو چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ډېر شمېر دی.

د دې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ میلادي کال په نړۍ کې ۴۲ خبریالان وژل شوي چې تر ټولو ډېر یې افغانستان کې وژل شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، په تېرو شلو کلونو کې هم تر ټولو ډېر خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د افغان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي وایي، که څه هم په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو دقیق شمېر نشته، خو وایي، تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په بېلابېلو پېښو کې ۸ خبریالان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.

نوموړی وایي، دا شان په دې کال کې ۴۵ خبریالان ګواښل شوي او ۶ نور بندیان شوي وو.

ښاغلی هاشمي وایي، د تېر جمهوري نظام وروستۍ میاشتې د خبریالانو لپاره خونړۍ وې چې ځینې خبریالان په کې په مرموز ډول ووژل شول او وژونکي یې معلوم نه شول.

که څه هم هغه وخت یې حکومت وژونکي طالبان بللي وو، خو طالبانو د خبریالانو په وژلو کې لاس لرل رد کړي وو.

عبدالمعید هاشمي وایي، تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې نږدې سل خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او له حکومت سره د خبریلانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵۰ قضیې ثبت وې چې د څېړنو ژمنه یې شوې وه، خو تر اخره یې په اړه څېړنې ونه شوې او عاملینو ته یې سزا ورنه کړل شوه.

هاشمي وایي، تېرو شلو کونو کې په افغانستان کې نږدې سل خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي
هاشمي وایي، تېرو شلو کونو کې په افغانستان کې نږدې سل خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي

ښاغلی هاشمي وايي، لا هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې شته، دا شان معلوماتو ته د خبریالانو نه لاس رسۍ د دوی پر وړاندې بله جدي ستونزه ده.

د یادونې وړ ده چې په تېرو شلو کلونو کې یوازې د ازادي راډیو څلور خبریالان وژل شوي دي.

سباوون کاکړ، عباد الله حنان زی، فرشته محرم درانۍ او محمد الیاس داعي د ازادي راډیو هغه خبریالان دي چې د دندې پرمهال وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وایي هڅه یې کړې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو مخه ونیسي او معلوماتو ته د لاس رسي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اول خو باید ووایم چې د اسلامي امارت په راتګ هېڅ خبریال نه دی وژل شوی، البته په کاري ساحه کې کله کله ورته ستونزې پېښې شوي چې بېلابېل لاملونه یې درلودل، له خبریالانو سره زموږ د وسله والو او خبریالانو ترمنځ نابلدتیا چې له امله یې ناسم پوهاوی رامنځته کېدو او ستونزې پېښېدې، دا شان یو لوی بدلون راغی، نو هر څه دومره ژر عادي کېدل سخت وو خو اوس موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د مخنیوي لپاره یوه کمېټه رامنځته کړې چې ستونزې ډېرې راکمې شوي دي."

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

همداراز ښاغلی مجاهد وایي، که خبریالان د خپلو قضيو په اړه محاکمو ته عارض شي نو رسېدنه به ورته وشي او په وینا یې تېرو څلورو میاشتو کې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی د خبریالانو د وژنې هېڅ پېښه نه ده شوې.

په همدې حال کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وایي، تېر شل کلونه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې خونړي وو او دوی په خپلو قربانیو د بیان ازادي وساتله، خو اوس ډېری دوی خپله دنده له لاسه ورکړې او تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې یې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

خاطره نوري په کابل کې د یوې خصوصې رسنۍ ویانده او خبریاله ده وايي: "اوس چې په رسنیو محدودیتونه وضع شوي، زیات شمېر رسني تړل شوي او بې شمېره خبریالان بې کاره شوي او شاقه کارونو ته یې مخه کړې ده چې دا په اوس وخت کې د خبریالانو لپاره یوه جدي ننګونه ده چې د دې سیمې خبریالان ورسره مخ دي."

اغلې نوري له طالبانو غواړي چې خبریالانو ته کاري شرایط رامنځته کړي.

په افغانستان د خبریالانو د حقونو د دفاع بنسټونو هم ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې پر افغانستان د طالبانو د واکمني له پیل راهیسې په دې هېواد کې نږدې ۲ زره ښځینه خبریالانې بې دندو شوي او شااوخوا ۲۲۱ رسنۍ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG