د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د رسنيو ملاتړي بنسټونه: طالبان دې دوی سره پاتې زنداني خبريال ژر تر ژره خوشې کړي


يو شمېر افغان خبريالان کابل کې د عکاسۍ پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان کابل کې د عکاسۍ پر مهال، انځور - ارشيف

وروسته له هغې، چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ دوه افغان خبریالان له بنده ازاد کړل اوس د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړې بنسټونه د طالبانو په بند کې پاتې د یو بل افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه هم کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې برخې مسووله سمیه ولي‌زاده سره له دې چې د دغه خبریال نوم نه ښيي او ډېر جزییات يې په اړه نه ورکوي خو وايي، یاد کس په خوست کې سیمه‌يیز خبریال و.

اوس‌مهال زموږ یو خبریال د طالبانو سره په بند کې دی

اغلې ولي‌زادې ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د یو شمېر تایید شویو راپورنو له‌مخې چې موږ ته رارسېدلي دي اوس‌مهال زموږ یو خبریال د طالبانو سره په بند کې دی، دغه خبریال د خوست ولایت سيمه‌يیز خبریال و چې اوس کابل ته انتقال شوی."

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) مسوول ظريف کريمي هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت ورته غوښتنه مطرح کړه.

د دغه بنسټ په خبره، طالبان باید د رسنیزو قوانینو سره سم له رسنیو او خبریالانو سره چلند وکړي.

د طالبانو حکومت روانه اونۍ دوه افغان خبریالان خالد قادري او فیض الله فیض بخش له بنده ازاده کړل.

فيض الله فيض بخش چې پرون د طالبانو له بنده خوشې شو
فيض الله فيض بخش چې پرون د طالبانو له بنده خوشې شو

سر له دې چې موږ هڅه وکړه تر څو له خالد قادري او فیض الله فیض بخش سره خبرې وکړو خو بريالي نه‌شو.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو دوی ګواښلي چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

خالد قادري لس میاشتې او فیض الله فیض بخش پنځه میاشتې له طالبانو سره بندیان و.

لاهم سانسور شته، په ولایتونو کې خبریالانو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي

یو شمېر افغان خبریالان روان حالت د ځان په وړاندې ویرونکی بولي.

خبريال سید عمر سهار په دې اړه وايي: "که ووایو چې د خبریالانو په وړاندې ستونزې نه‌شته دا به سمه نه وي، لاهم سانسور شته، په ولایتونو کې خبریالانو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي، موږ دغه مسایل له طالبانو سره په وار وار شریک کړي خو نتیجه یې نه‌ده ورکړې."

دغه راز يو بل افغان خبريال عاشق جلالزی وايي: "په افغانستان کې دخبریالانو په وړاندې ستونزې او محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي، موږ خوشحاله یو چې دغه خبریالان ازاد شو خو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي اطلاعاتو ته لاس‌رسی خو بیخي سخته شوی."

د دغو افغان خبریالانو په وینا، رسنۍ او خبریالان باید په خپل کار کې خپلواکه پرېښودل شي.

د طالبانو حکومت بیا دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، چې دوی د خبریال په نوم څوک نه‌دي بندیان کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "موږ سره هیڅ خبریال د خبرنګارۍ په وجه او یا د رسنیز فعالیت په تور نه بندي دی او نه نیول شوی، البته که یو چېرې څوک خبریال وي او څوک دعوه پرې کوي یا کوم بل جرم لری هغه جلا موضوع ده، شاید بندیان شوي وي، همدا اوس چې څوک ازاد شوي دي د هغو جرم د خبریالۍ موضوع نه وه."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې ويلي و، چې د رسنيو له مسوولينو سره يې د دوى د ستونزو د هواري په اړه ناستې کړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره دوى سره د تاوتریخوالي له اړخه ښه کال نه و.

د رسنیو او خبریالانو د یو شمېر بنسټونو د معلوماتو له‌مخې، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله زیاته وه.

په تېر ۲۰۲۱ کال د خبریالانو په وړاندې ۱۰۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې وې خو دغه شمېر بیا په ۲۰۲۲ کال کې ۲۶۰ ته پورته شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG