د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د ژورنالېستانو ملي ټولنه: د طالبانو له بياځلي واک راهيسې ۳۸۷ رسنيو فعاليت درولی دی


انځور- ارشيف
انځور- ارشيف

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تړل شویو رسنیو له ډلې یوه یې هشت صبح ورځپاڼه ده.

د دې ورځپاڼې ایډېټر حسیب بهیش ازادي راديو ته وویل، چې طالبانو د واکمنۍ له پیل ځینې رسنۍ تر سخت فشار لاندې نیولې وې.

نوموړي دا چې رسنۍ یې ولې تړل شوې لاملونه یې په ګوته کوي او وايي: "له بده مرغه دوه مهم لاملونه و، یو زیات فشار او بل هم اقتصادی ستونزې چې د دې ټولو تر شا طالبان دي، په ۲۰۲۱ کال کې چې کله طالبان افغانستان ته راغلل څو میاشتې وروسته یې هشت صبح او نورو رسنیو ته وویل شول چې یا دې خپله پالیسي د دوی مطابق جوړه کړي او یا دې هم افغانستان پرېږدي، دا دوه ښکاره خبرې وې چې د رسنیو مخه یې ونیوله."

هشت صبح ورځپاڼه دا مهال په چاپي بڼه نشرات نه‌لري خو نشرات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې تازه ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۳۸۷ رسنۍ تړل شوې دي.

دغې ټولنې د چهار شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې افغانستان کې ۵۷۹ غږیزې، تصویري او چاپې رسنۍ فعالې وې خو اوس یې شمېر ۱۹۲ ته راټیټ شوی دی.

هشت صبح ورځپاڼه چې فعاليت يې درېدلی دی.
هشت صبح ورځپاڼه چې فعاليت يې درېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې اوس مهال ۷۵ تصویري، ۱۰۲ غږیزې، ۹ خبري اژانسونه او ۶ چاپي رسنۍ فعالیت لري.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د معلوماتو له‌مخې، د رسنیو د برخې ۷۰ سلنه نارینه او ۳۰ سلنه ښځینه کارکونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغې ټولنې په خپلو راپور کې مالي بحران، اطلاعاتو ته نه لاس‌رسی او د اطلاعاتو سانسورول د دې رسنیو د بندېدو عمده لاملونه یاد کړي دي.

په ختيځ ننګرهار کې د رسنیو بندېدل اندېښنې زیاتې کړي دي

یو شمېر افغان خبریالان د رسنیو د فعالیتونو درېدو ته په غبرګون کې روان حالت د اندېښنې وړ ښيي.

يو افغان خبريال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "په دې ورستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو، په خاص ډول په ختيځ ننګرهار کې د رسنیو بندېدل اندېښنې زیاتې کړي دي، د دې لپاره چې په لویه کچه ښځینه او نارینه کارکونکو په کې کار کولو او خپل ژوند یې روان کړی و، له بله اړخه که رسنۍ تړل کېږي خبریالان هم خپل ځان خوندي نه محسوس کوي."

دغه راز يو بل افغان خبريال چې دا هم خپل نوم راپور کې خپرېدل نه‌غواړي وايي: "له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي ډېری رسنۍ تړلې شوي او اکثره خبریالان او کارکونکې یې اوزګار شوي، په افغانستان کې د رسنیو وضیعت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او هغه د ګوتو په شمار رسنۍ چې فعالیت لري که حالت همداسې دوام وکړي نو ښايي دوی هم خپلې دروازې وتړي."

په افغانستان کې د رسنیو وضیعت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی

د افغان خبریالانو ترڅنګ د بشري حقونو څار سازمان هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ په وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه د اندېښنې وړ ښودلي.

دغه سازمان په خپل کلني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې په دغه هېواد کې، په سلګونو رسنۍ بندې شوې او د دوی د اټکل له‌مخې ۸۰ سلنه ښځینو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې خپل مسلک پرېښی دی.

د دغه سازمان د راپور له‌مخې، هغه خبریالان چې د ښځو د حقونو په تړاو اعتراضونو ته پوښښ ورکوي، له ځانګړي ناوړه چلند سره مخامخ شوي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دغه اندېښنې او څرګندونې بې بنسټه بولي.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "اول خو دا خبره سمه نه‌ده چې رسنۍ دې زموږ په وجه تړلې شوي وي، اکثره رسنۍ چې تړلې شوي ډېری بهرنیانو پورې تړلې او کله چې بهرنۍ منابع وچې شوې دوی هم خپل کار پرېښود، تاسې پوهېږئ چې ځینې رسنۍ د اشغال په پیل سره جوړې شوې او امریکا تمویل کولې."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د یادونې ده، چې مخکې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو، چې د رسنیو فدراسیون له پلاوي سره یې کتلي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.

دوی دا هم ویلي وو، چې اطلاعاتو ته لاس‌رسي او ترڅنګ د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي او غواړي خبریالانو او رسنیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

خو د خبریالانو خبرو ته په پام سره، ښکاري چې د دوی ستونزې لا هم پر ځای او اندېښنې یې نه‌دي لرې شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG