د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ځینې رسنیز فعالان: طالبانو اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی


په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم
په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

یو شمېر افغان خبریالان او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، اطلاعاتو لاسرسی محدود شوی چې د دوی په خبره د خبریالانو او رسنیو کارونه یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه خبریالان او بنسټونه ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت ویندویان باید له رسنیو سره همکاري وکړي او اړین معلومات په خپل وخت له دوی سره شریک کړي.

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال چه نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډيو ته یې وویل: "اطلاعاتو ته لاسرسی شته، خو دومره نه دی چې څومره یې رسني او خبریالان تمه لري. په کار خو دا ده چې سرپرست حکومت رسنیو سره هغه اطلاعات شریک کړي چې رسنۍ ورته اړتیا لري."

د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم دا ستونزه تايیدوي او وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی، خو دوی وايي دا موضوع یې په وار وار د طالبانو د حکومت له ویندویانو او رسنیزو مسوولانو سره شریکه کړې ده.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د یو کال او څو میاشو راهیسې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي موضوع یوه جدي ستونزه وه او خبریالان او رسنۍ ورسره لاس او ګرېوان دي. موږ د کنفرانسونو، اعلامیو او ناستو له لارې د نشراتو له معین، رییس او د حکومت له ویاند سره دا موارد شریک کړي دي او په دې ټینګار شوی چې خبریالانو ته د اطلاعاتو د شریکولو زمینه برابره کړئ څو په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی بحث له منځه ولاړ نه شي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو د حکومت له خوا خبریالانو او رسنیو سره د اطلاعاتو نه شریکول د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې یوه جدي ستونزه بولي.

ارشیف: یو شمېر افغان ژورنالېستان
ارشیف: یو شمېر افغان ژورنالېستان

د دې مرکز د عدالت غوښتنې مسووله سمیه ولي زاده وايي، د طالبانو حکومت باید د اطلاعاتو په برخه کې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې پرافغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته رسنیز کار هم په شدت سره اغېزمن شو، د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د نورو محدودیتونو تر څنګ چې له امله یې ډېری رسنۍ وتړل شوي او په زیات شمېر سره خبریالان او رسنیز کارکوونکي له هېواده ووتل او یا هم وزګار شول اطلاعاتو ته نه لاسرسی یې هم مهم لامل و.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې دوی د اطلاعاتو په برخه کې له رسنیو سره همکارۍ ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "رسنۍ او خبریالان ځینې وخت د داسې پوښتونو او مسایلو په اړه اسرار کوي چې هغه د پالیسۍ له مخې زموږ ویاندویان یې په اړه څه نه شي ویلای، لکه د تعلیم مسئله ځینې نور مسایل چې د هغې په اړه فیصلې شوي دي او د طبیق په مرحله کې دي. رسنۍ بیا اسراراً د هغو موارد په اړه پوښتنې کوي چې مخکې ځواب شوي دي یا ویاندویان نه غواړي د هغې په اړه څه ووايي. نورو برخو کې چې څومره ممکنه ده اطلاعاتو په برخه کې همکاري کېږي."

مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په تېره یو میاشت کې د طالبانو د حکومت چارواکو او ویندویانو یوازې ازادي راډیو ته له دېرشو په زیاتو راپورونو کې د بېلابېلو مواردو په اړه له څه ویلو ډده کړې.

د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې هم وخت په وخت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان او رسنۍ له ستونزو سره مخ کېدل چې دې ستونزې ته د هواري په موخه بیا اطلاعاتو ته د لاسري کمېسیون هم جوړ شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG