د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

طالبانو کومې رسنۍ محکمې ته معرفي کړې دي؟


کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک‌خونه
کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک‌خونه

ازادي راډيو د هغه لسو رسنیو نوملړ پیدا کړی چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت یې په اړه ابتدایه محکمه جوړوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ( نۍ) ددغه لېست یوه کاپي ازادي راډیو ته استولې.

په دې لېست کې هغه لس رسنۍ او خبري اژانسونه مشخص شوي چې طالبانو د جوازونو او فعالیت په اړه پرېکړه کوي.

په دغه لېست کې هشت صبح، صبح کابل ورځپاڼه، اطلاعات روز، اماج نیوز، افغان خبري اژانس، رها خبري اژانس، افق خبري اژانس، نیمرخ سایټ، راه مدنیت ورځ پاڼه او پیشګو خبري اژانس شامل دي.

"د رسنیو ملاتړې بنسټونه د رسنیو د دفاع او په دې محکمه کې د دفاعې د جوړولو مسوولیت په غاړه لري

د افغانستان د ازاد رسنیو ملاتړ بنسټ (نۍ) مسول ظریف کریمي ددې لېست او دا چې د رسنیو ملاتړې بنسټونه به په دې اړه څه وکړي ازادي راډيو ته وویل: "د رسنیو ملاتړې بنسټونه د رسنیو د دفاع او په دې محکمه کې د دفاعې د جوړولو مسوولیت په غاړه لري او تصمیم هم په دې دی چې موږ وشو کولای د قانوني لارو د رسنیو د دفاع لپاره یوه مشروع او قانوني دفاعیه جوړه او وړاندې کړو."

د ښاغلي کریمي په خبره، د رسنیو ملاتړې بنسټونه هڅه کوي تر څو عدالت ټینګ شي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي و د هغه لسو رسنیو او خبري اژانسو په اړه ابتدايي محکمه جوړوي چې مالکان یې د افغانستان نه بهر دي او رسنۍ یې په افغانستان کې د دوی په وینا د نظام ضد نشرات کوي.

هشت صبح ورځپاڼه هم په دې لېست کې شامله ده.
هشت صبح ورځپاڼه هم په دې لېست کې شامله ده.

ددغه وزارت د رسنیو د څار رئیس عبدالحق حماد ویلي و دغه محمکه به د پنجشنبې په ورځ یعنې د جنوري په ۵مه وشي خو د افغانستان د ژونالېستانو ټولنه بیا وايي چې دغه محمکه ځنډول شوې.

ددې ټولنې مشر حجت الله مجددي رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي چې د رسنیو د مدافع وکیلانو په نشتون کې دغه محکمه د څو ورځو لپاره وځنډول شوه.

نوموړي ويلي: "ټاکل شوې وه د کابل ابتدايي محکمې د یو شمېر رسنیو د مسولانو او مدافع وکیل په غیاب کې پرېکړه وکړي چې دغې مسلې د رسنیو یو شمېر مسولان اندېښمن کړي و، خو زموږ حضور چې د رسنیو په استازيتوب و په قضايي جلسو کې د دې لامل شوه چې موږ به د رسنیو د دفاع لپاره یوه دفاعیه چمتو کړو."

له کله نه چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول په نورو برخو کې د محدویتونو ترڅنګ يې په رسنیو هم ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د محدویتونو ترڅنګ اطالاعاتو ته لاس‌رسی ستونزمن کړ.

په تېرو شاوخوا ۱۵ میاشتو کې یو شمېر چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ وتړل شوې او ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو افغانستان پرېښود.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ددغو ټولو چارو لامل د بهرنیانو وتل په ګوته کوي خو د رسنیو یو شمېر ملاتړې بنسټونه بیا په دې برخه کې طالبان مسول ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG