د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د خبریالانو مرکز د دوو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د ورزشي خبریال خیرالله پرهر او دغه راز د بل خبريال قدرت الله ترار په نیولو اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې دا دوه افغان خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د AFJC په اعلامیه کې راغلي دي چې، خیرالله پرهر دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی، دغه شان په خوست کې د زرغون راډيو خبریال قدرت الله ترارد تېر کال په نومبر میاشت کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي، چې د طالبانو حکومت د دواړو نیول شویو خبریالانو کورنیو ته تر دې دمه هیڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي او نه يې هم له نیول شویو خبریالانو سره ورته د لیدنو زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځلس میاشتو کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د نږدې ٢٠٠٠ کارکونکو او یو شمېر مدني فعالانو د نیول کېدو او تري تم کېدو ادعا شوې ده.

د رواداري په نوم د بشر د حقونو یو بنسټ ادعا کوي، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۲ د نومبر تر پنځلسمې طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۱۹۷۶ کسان په غیر قانوني ډول نیولي دي.

د ې بنسټ په خپل راپور کې ویلي، د دوی موندې ښېي، چې د دې بنسټ په نیول شویو کسانو کې تر ډېره د تېر جمهوری حکومت کار کوونکي، ښځې، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، دیني عالمان، سلفیان، قومي مشران او د مقاومت جبهې سره د تړاو په تور یو شمېر ملکي وګړي شامل دي.

د "رواداري" په نوم د یاد بنسټ په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی راغلي دي، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۸۳۶ نارینه ۱۳۶ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

"له بده مرغه داسې راپورونه هم شته چې له نیول کېدو وروسته یو شمېر کسان لا هم تري تم دي

دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د مشرې شهرزاد اکبر په مشرۍ له افغانستانه بهر جوړ شوی دی او وخت ناوخت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپلې موندنې خپروي.

اغلې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه داسې راپورونه هم شته چې له نیول کېدو وروسته یو شمېر کسان لا هم تري تم دي، داسې شواهد هم شته چې د زندان پر مهال نیول شوي کسان سخت شکنجه شوي دي، په ټوله کې د طالبانو په حکومت کې د غیر قانوني کړنې او قانون ته نه درناوی روان دی، په ځانګړي ډول د دوی د استخباراتو له لوري ان ښاروالي ځانته دا حق ورکوي چې ورځي او د بېلابېلو مسایلو په تور کسان نیسي او هیڅ ډول قانوني پروسه نه‌وي موجوده."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

اغلې اکبر وویل چې د راپور پر بنسټ د طالبانو حکومت په کندهار، غور او ځینو نورو ولایتونو کې د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي بنسټونو ۲۴۸ کارکونکي او د دوى د کورنیو غړي نیولي دي.

د رواداري په راپور کې ادعا شوي، چې طالبانو په تېرو دولسو میاشتو کې ۴۱۲ مدني فعالان، د ټولنیزو رسنیو کارکونکي، خبریالان، د پوهنتون استادان او دیني عالمان هم نیولي دي.

د راپور په ټکو طالبانو په هرات، غور، فراه، پنجشېر، بدخشان، بامیان او بلخ ولایتونو کې د مخکیني حکومت ۳۴ غړي تري تم کړي دي.

خپل سرې او غیر قانوني نیونې تر ډېره د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري شوې دي.

راپور کې راغلي: "طالبانو په دې موده کې په کابل، غزني، بدخشان، تخار، دایکندي، بامیان، هرات او بلخ کې ۱۳۶ ښځې نیولي او بندیانې کړي، په نیول شویو ښځو کې له تېر حکومت سره د کار کولو او د ښځو د اساسي ازادیو په وړاندې د طالبانو د سختو سیاستونو په وړاندې د غږ پورته کولو تورونه وو."

د رواداري بنسټ ويلي، دغه خپل سرې او غیر قانوني نیونې تر ډېره د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري شوې دي.

راوداري بنسټ د طالبانو له حکومته نړیوالو بشري قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې او په خپل راپور کې يې لیکلي دي، چې په خپل سر او غیر قانوني ډول د خلکو له نیولو او زورولو بايد ډډه وکړي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د خپل فعال او ګټور رول له‌مخې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخه نقض مخه ونیسي.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې راپور په اړه هم زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو تر دې مخکې يې د خپل سرو وژنو په اړه د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو راپورونه بې بنسټه او مغرضانه بللي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ګڼو نړیوالو بشري سازمانونو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې طالبان د بشر د حقونو په پراخه نقض او د تېر جمهوري حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژلو تورن کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سياسي استازولۍ دفتر مخکې ويلي وو، چې طالبان د مخکيني نظام د ١٦٠ چارواکو د وژل کېدو مسوولين دي، خو طالبانو دا راپور رد کړى و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG