د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۳

رواداري سازمان: تېرو ۱۵ مياشتو کې طالبانو ۶۳۴ پخواني پوځيان او مخالفين په قصدي ډول وژلي دي

د طالبانو د ګزمې يو موټر، انځور - ارشيف
د طالبانو د ګزمې يو موټر، انځور - ارشيف

رواداري سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ادعا کړې چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکي وګړي، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې، دغه شمېر کسان د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر نومبر میاشتې پورې په کندهار، پنجشېر، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې د قضا له حکم پرته او په قصدي ډول وژل شوي دي.

راپور وايي، له دې شمېر په کندهار کې د ۷ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۳۲۰ تنه په قصدي او د قضا له حکم پرته وژل شوي او د ۱۲ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه ټپیان شوي چې ۲۳ تنه یې د پخواني حکومت سرتېري وو.

۷۰ یې له داعش سره د تړاو په تور، ١٣ تنه د دوو مېرمنو په ګډون په مرموز ډول او د نامعلوم لامل له‌مخې وژل شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له‌مخې، په ننګرهار کې د هغو ۱۰۱ کسانو له ډلې چې په مرموز ډول وژل شوي، ۷۰ یې له داعش سره د تړاو په تور، ١٣ تنه د دوو مېرمنو په ګډون په مرموز ډول او د نامعلوم لامل له‌مخې وژل شوي دي.

همدا شان ۵ دیني عالمان، ۸ پخواني دولتي کارکوونکي، یو خبریال او ٣ مدني فعالان وژل شوي دي.

له پنجشېر ولایت څخه د رواداري سازمان راپور ښيي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر مياشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر پایه چې دغه ولايت يې تر کنترول لاندې دى، د ملي مقاومت جبهې ۶۳ غړي چې نیول شوي و او یا هم تسلیم شوي وو د طالبانو وژلي دي.

راپور کې راغلي، چې طالبانو شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور وژلي دي.

د مقاومت د ملي جبهې د يو قوماندان جسد چې د طالبانو له لوري وژل شوی.
د مقاومت د ملي جبهې د يو قوماندان جسد چې د طالبانو له لوري وژل شوی.

دا هغه ادعاوې دي ، چې طالبانو تل رد کړې دي.

همدارنګه د رواداري سازمان د راپور له‌مخې په سرپل ولایت کې د وژل شویو ۱۰۰ کسانو په منځ کې ډېرى هغه کسان دي، چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

یو یې د خلکو هدفي وژنې دي په تېره د پخواني پوځیانو او با نفوذه سیمه‌ییزو خلکو وژنه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانې رئیسه او د رواداري سازمان اجرائیوي رئيسې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "زمونږ مطلب دوه ډوله قتلونه دي، یو یې د خلکو هدفي وژنې دي په تېره د پخواني پوځیانو او با نفوذه سیمه‌ییزو خلکو وژنه، چې د طالبانو له‌خوا نه څېړل کېږي. او بل ډول هغه وژنې دي چې طالب پوځیان ملکي وګړي وژني لکه د اسیرانو وژنې او د هغه خلکو وژنې چې د داعش او د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور وژل شوي دي."

د اغلې اکبر په وینا، د طالبانو له‌خوا د عمومي عفوې له اعلان سره سره، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د پخوانیو سرتېرو، خبریالانو او د طالبانو د متنفذینو لپاره نا امنه دی.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندويانو د رواداري سازمان په راپور کې شوې ادعاوې رد کړې.

بل‌خوا د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت د جنرال، محمد ابراهیم جهادیار خپلوانو ازادي راډيو ته وویل چې، نوموړی د اکتوبر په ۲۷مه د طالبانو له‌خوا نیول شوی او د چهارشنبې په ورځ وژل شوی دی.

د نوموړي يو خپلوان، چې نه‌يې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ادعا کړې، چې محمد ابراهيم جهاديار د طالبانو له‌خوا نيول شوى او وژل شوى دى.

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې دا ادعا رد کړه.

د رواداري سازمان په راپور کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د خپلو ځواکونو له لوري له قضا پرته او هدفي وژنې ودروي او د دې ډول اعمالو عاملین دې مجازات کړي.

دغه سازمان چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې خپل شتون اعلان وکړ، وايي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې کار پیل کړی او کارکوونکي یې په بېلابېلو ولایتونو کې له بشري حقونو د سرغړونو قضیې ثبتوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار د پخواني رژيم د کارکوونکو په هدفي وژنو کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون بېلا بېلو نړيوالو سازمانونو طالبان د خپل مشر د عمومي بښنې د حکم په نه مراعاتولو او د پخواني رژيم تر سلو د ډېر کسانو په وژلو یې تورن کړي دي.

نیویارک ټایمز هم د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۲مه راپور ورکړ چې یوه څېړنه یې ترسره کړه او دا یې وموندل چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۵۰۰ پوځي افسران وژلي او یا یې په زوره ورک کړي دي.

هغه څه چې طالبانو رد کړل.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG