د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د حدودو تطبيق؛ طالبانو ۴۰ ورځو کې يو تن اعدام کړی او ۲۶۰ تنه يې په دُرو وهلي


په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق
په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق

د طالبانو حکومت د روان میلادي کال په تېرو دوه میاشتو کې جدي قوانین عملي کړي چې په ترڅ کې یې یو تن اعدام کړی او سلګونه نور یې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلامیو پر بنسټ په تېرو څلویښتو ورځو کې د پنځوسو ښځو په ګډون ۲۶۰ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.

په دې اعلامیو کې ویل شوي دي تورن کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د لومړنیو محکمو په حکم په دُرو وهل کېږي.

ویل کېږی چې په دُرو وهل شوي کسان تر ډېره په اخلاقي فساد، غلا، مخدره موادو د قاچاق، له کوره په تېښته او د اسلامي احکامو په نه رعایت کولو تورن وو چې مېرمنې یې ۱۹ او نارینه تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

دغه شان تورن کسان له درېیو تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د دُرو د وهلو دغه عمل په کندز، بدخشان، ارزګان، پکتیکا، هلمند، میدان وردګ، جوزجان، غور، خوست، زابل، ننګرهار، پروان، کابل، لوګر، لغمان، تخار، بامیان، کندهار او فراه کې اجرا شوی دی.

دغه ولایتونه ځیني ان دوه ځل د تورنو کسانو په دُرو د وهلو شاهدان وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه پېښو د عیني شاهدانو له قوله راغلي دي چې، په دُرو د وهل شویو کسانو هویت نه ښکارېدو ځکه د دوی په خبره ښځینه په چادریو او د نارینه‌و مخونه په پټ شوي وو.

نږدې یوه نیمه میاشت مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یو فرمان کې له حکومتي قاضیانو وغوښتل چې شرعي حدود او قصاص عملي کړي.

د خلکو د سترګو په وړاندې علني اعدام، له غله د لاس پرې کول او په دُرو وهل شرعي حدود بلل کېږي.

د فراه په ولایت کې د یو تورن کس د علني اعدام له عملې کېدو وړاندې چې د طالبانو مشرانو هم په‌کې برخه اخیستې وه له خلکو غوښتل شوي وو چې د اعدام ځای ته ورشي.

د طالبانو دا اقدام په نړیواله کچه پراخه غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تازه ویلي، د افغانستان هغه تصویر چې خلک په‌کې په عام محضر کې مجازات کېږي وحشتناک او د بشر له حقونو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي دغه شان د طالبانو دغه عمل د افغانانو بشري حقونو ته سپکاوی بللی دی.

نېډ پرانيس ويلي: "د طالبانو دا عمل ښايي چې هغوی غواړي د خپلو سختو اقداماتو په کولو نویمې لسیزې ته وګرځي، هلته هم انساني کرامت او د افغانانو حقونو ته سپکاوی کېده او اوس هم انساني کرامت او د افغانانو حقونو ته سپکاوی کېږي."

نېډ پرايس
نېډ پرايس

ښاغلي پرایس په یو بل خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې له طالبانو د امریکا ملاتړ د افغانانو د حقونو په رعایت کولو او له تروریزم سره په مبارزې پورې اړه لري.

خو د طالبانو حکومت وایي دغه مجازات د اسلامي شریعت او د خلکو د غوښتنې پر بنسټ پلي کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دا موضوع د اسلامي قوانینو یوه برخه ده، موږ له نړۍ غواړو، اسلامي قوانینو ته دې درناوی وکړي او د اسلامي قوانینو په اړه دې ناسم پوهاوی او ناسمې څرګندونې نه‌کوي. د افغانستان اسلامي امارت هم پخوا او هم اوس اسلامي قوانین یې پلي کړي."

داسې سزاګانې د انساني کرامت خلاف عمل دی او موږ د دغه عمل د مخنیوي غوښتنه کوو."

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دوی په افغانستان کې د پراخو بشري حقونو د سرغړونو شاهدان دي.

زمان سلطاني چې په یاد سازمان کې د افغانستان د څېړنې د څانګې مسوول دی، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په عام محضر کې خلکو ته جزا ورکول د بشر له حقونو ستره سرغړونه ده باید ژر تر ژره دغه عمل ودرول شي.

نوموړی وايي: "له هغې ورځې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، موږ په افغانستان کې په سیستماتیک او په ډېره پراخه توګه د بشري حقونو د سرغړونې شاهدان یو، چې وروستۍ بېلګه یې په عامه محضر کې جزا ورکول دي. داسې سزاګانې د انساني کرامت خلاف عمل دی او موږ د دغه عمل د مخنیوي غوښتنه کوو."

په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول
په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو د څار سازمان، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د طالبانو د حکومت له‌خوا په عام محضر کې اعدامول او په دُرو وهل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او د دغو اعمالو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو ایا طالبان به د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې په غوښتنه اعدامول او په دُرو وهل بند کړي؟

"د هرې ورځې په تېرېدو سره نجونې له زده کړو بې برخې پاتې کېږي

د افغانستان د مخکیني حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، مشره شهزاده اکبر وایي: د طالبانو نورو اعمالو ته په کتو، دا باور نه‌لري چې د طالبانو حکومت به د نړیوالو تر فشار لاندې خپلې پرېکړې بدلې کړي.

شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

اغلې اکبر وويل: "د هرې ورځې په تېرېدو سره نجونې له زده کړو بې برخې پاتې کېږي، هېواد مو بې‌وزله او وروسته پاتې کېږي، د لاریون کولو او همداسې د حکومت په اړه د خلکو نظر ورکولو ساحه ورځ تر بله تنګیږي، دا په دې مانا چې دوی غواړي، خلک هېواد پرېږدي او له مبارزې لاس واخلي چې دا ډېر خطر ناک عمل دی، له بده مرغه چې راتلونکی به ډېر ستونزمن وي."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د ملګرو ملتونو یو شمېر څېړونکو د ډسمبر په ۱۶مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه (اعلامیه) کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د عامو خلکو د اعدامونو او په درو وهلو، خواشینونکې بولي او سمدستي یې د بندېدو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یو له هغو کسانو دی چې دا غوښتنه یې کړې ده.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي، دی او همکاران یې د عادلانه محاکمو او د سزا د ورکولو په اړه اندېښمن دي.

ځکه د هغه په باور، دا ډول احکام ښایي چې د محاکمو په لړ کې د عادلانه والی ضمانت شتون نه‌لري.

له بلې‌خوا د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي: که د عادلانه اجرااتو له لارې د عدالت د تامین او قانوني حل لارو ته د لاس‌رسي لپاره رسمي حل لاره پیدا نه‌شي، عامه مجازات به د ټولنې د اصلاح لامل نه‌شي او عدالت به قرباني شي.

په اروپا کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات ازادي راډیو ته وویل، د تورنو مجازات له یو لړ پړاونو سره مخ دي او په دې ټولو پړاونو کې د تورن لپاره د وکیل موجودیت لازمي دی.

نوموړي وويل: "له بده مرغه، دا ټول ګامونه د قصاص یا حدود په اصطلاح کې په پام کې نه نیول کېږي، نو له همدې کبله دا یوه سیاسي لوبه ده او طالبان غواړي چې له دې لارې پر خلکو یو ډول کنټرول ومني."

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې سخت قوانین پلي کړل چې په‌کې د عامو خلکو اعدامول، د بدن د غړو پرې کول، په دُرو وهل او د تورنو مخونه تورول شامل وو، چې په هغه وخت کې د نړیوالو له تند غبرګونونو سره مخامخ شول.

طالبانو د خپل حکومت په دویمه دوره کې هم د خپلو کړنو د دفاع لپاره ویلي چې شرعي قانون پلی کوي.

لا تر اوسه په عام محضر کې په دُرو وهل شويو کسان کې هیڅ یوه له رسنیو سره خبرې نه‌دي کړي او نه یې هم هویت څرګند شوی دی.

خو داسې کسان هم شته چې وايي په سړکونو کې بې دلیله په دُرو وهل شوي دي.

خاطره اوریا چې د کابل ښار په یوه پوهنتون کې محصله وه، ازادي راډیو ته وویل، د کابل ښار په یوه واټ کې د حجاب له مراعتولو سره بیا هم په پښو په درو وهل شوې ده.

نوموړې وويل: "یوازې مې ژړل او په لاره خپل کور خواته روانه وم ،باور وکړئ زه یې داسې په دُرو وهلې ومه چې آن څو ورځې نه، بلکې څو اوونۍ پوهنتون ته تللی نه‌شوم ، او ډېره یرېدلې ومه."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په ورته وخت کې یوې ښځینه مظاهره کوونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو د بیا پرانيستلو پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د می او اګست په میاشتو کې دوه ځلې په دُرو او اسلحې وهل شوي دي.

"په ډېر بې رحمانه ډول یې څو ځلې په قنداق ووهلم او ټوپک میل یې زما تر بغل لاندې کېښود

يادې مېرمنې وويل: "په ډېر بې رحمانه ډول یې څو ځلې په قنداق ووهلم او ټوپک میل یې زما تر بغل لاندې کېښود او دمره یې فشار ورکړو چې لاس مې شین شوی و، هم یې وهلم هم یې کنځلې راته کولې، په یوه بله مظاهره کې هم چې کله ټول خواره شول په برقي دنده یې په اوږه او ورمېږ ووهلم."

په افغانستان کې د طالبانو له ۱۶ میاشتو واکمنۍ وروسته هیڅ هېواد دې ته نه‌دی چمتو شوی چې موقت حکومت دې په رسمیت وپېژني، ځکه بشري حقونو ته درناوی له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل یو له اساسي شرطونو څخه دی.

په تېرو وختونو کې طالبانو ویلي وو چې دوی بدل شوي، خو د سیاسي او حقوقي فعالینو په باور، چې د پخوانیو سختو قوانینو په پلي کولو، بشري حقونه تر پښو لاندې کولو او پر ښځو سخت محدودیتونو وضع کولو سره له طالبانو سره د نړۍ ښکېلتیا کموي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG