د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

یو شمېر نړیوالو بنسټونو بیا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده


ارشیف: په کابل کې معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور

په داسې حال کې چې نړیوال نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو ورځ نمانځي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تازه اندېښنې ښودل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټورک د بشري حقونو له نړیوالې ورځې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل افغان ښځې په هېڅ صورت باید له پامه ونه غورځول شي.

ټورک د ډسمبر په نهمه د بشري حقونو د ورځې په درشل کې په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو له مشرانو غوښتنه وکړه چې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.

هغه زیاته کړه: "افغانستان چې د ژوند له ټولو برخو د ښځو او نجونو ایستل په کې په دوامدار ډول روان دي په نننۍ نړۍ کې بل مثال نه لري. د طالبانو اقدامات په ټوله کې دا هېواد د ښځو او نجونو له ارزښتناک ګډون څخه محروموي."

د بشري حقونو لوی کمېشنر همداراز په افغانستان کې د علني اعدامونو او د درو په وسیله د سزاګانو له کبله اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې وکړه.

طالبانو د تېرې چارشنبې په ورځ د اعدام لومړنی علني حکم په فراه کې تطبیق کړ.

دا اقدام د ملګروملتونو، د بشري حقونو د مدافع ډلو، متحدوایالتونو، بریتانیا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

همداراز په تېرو څو ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې ښځو او نارینه وو ته په عام محضر کې د درو وهلو سزاګانې ورکړل شوي.

په وروستي مورد کې ۲۷ تنه ښځې او نارینه په پروان ولایت کې د خلکو په وړاندې په درو ووهل شول، او له دې مخکې طالبانو په غور، تخار، لوګر، کندهار او څو نورو ولایتونو کې هم لسګونه کسان په درو وهلي دي. طالبان وايي دا سزاګانې د دیني احکامو په اساس عملي کوي.

په عین حال کې د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیایي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیایي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن
د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیایي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن

نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "داسې مهال چې نړیواله ټولنه د نړۍ په نورو کړکېچونو کې بوخته ده، زموږ غوښتنه داده چې افغانستان او اړتیاوې یې هېرې نه شي او خلکو ته د عدالت، حساب کتاب، بنیادي بشري حقونو، د نجونو د تعلیم او له اقتصادي بحران سره د مبارزې په برخو کې ضمانتونه ورکړل شي."

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان د طالبانو له نژدې شپاړس کلنې واکمنۍ وروسته په اقتصادي، ټولنیز او حقوقي برخو کې له لویو ننګونو سره لاس ګرېوان دی.

طالبان له دې کبله چې له شپږم د لوړو ټولګیو له زده کوونکو نجونو څخه یې د تعلیم او له ښځو یې د کار، له کوره د وتلو او حتی پارکونو او سپورتخونو ته د تګ حق تروړلی او په حکومت کې یې له خپلو کسانو پرته د ټولنې نورو غړو ته ونډه نه ده ورکړې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ دي.

نړیوالې ټولنې بیا بیا ټینګار کړی چې د طالبانو له حکومت سره د دوی تعامل به یوازې د بشري حقونو له رعایت سره تړلی وي نو ځکه د طالبانو سرپرست حکومت تردې دمه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG