د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ملګري ملتونه: د اقتصادي رکود له کبله خوړو ته د افغانانو اړتیاوې زیاتې شوي


ارشیف: د افغانستان په جنوب کې د یوې لرې پرتې سیمې د بېوزله خلکو یو انځور
ارشیف: د افغانستان په جنوب کې د یوې لرې پرتې سیمې د بېوزله خلکو یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خوړو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هغه اقتصادي رکود چې عمده علت یې د تېرو کلونو سخته وچکالي، تېرې جګړې او نورې ستونزې دي، ممکن په روان ژمي کې د بېوزلو کسانو ستونزه څو برابره زیاته کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ملیونونو ته رسېږي او ځینو ولایتونو کې تر وخت مخکې د هوا سړېدو د دغو کورنیو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو افسر فیلیپ کروف ازادي راډیو ته وویل: "دا مهال په ټول هېواد کې وضعیت ویجاړوونکی دی، شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه جوړوي، کافي خواړه نه لري. زیانګالې کورنۍ یوه بل سخت ژمي ته تر بل هر وخت لږ چمتووالی لري. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان او بشپړې نهیلۍ او لوږې ترمنځ یوازنی پاتې دېوال دی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان یو له هغو هېوادونو وي، چې له سخت او لوی بشري ناورین سره مخ دي.

ارشیف: په ارزګان کې پر بېوزله کسانو د خوراکي توکو د مرستې یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې پر بېوزله کسانو د خوراکي توکو د مرستې یو انځور

د اوچا په راپور کې راغلي، نوي میلادي کال به ۲۸ ملیونه او درې سوه زره افغانان بشري مرستو ته اړ وي، حال دا چې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر یوازې ۱۸ میلیونه و.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک شکایت لري، چې له نهیلۍ سره یوځای په لوږه او بېوسۍ کې شپې ورځې تېروي.

دوی له ازادي راډیو سره په تماس کې شکایت لري، چې د دوی په نامه افغانستان ته راغلې بشري مرستې په منصفانه ډول اړو کسانو ته نه رسېږي.

یو تن وویل: "محمد اسلم همت یم د نیمروز له دلارام ولسوالۍ، دغه مرستې چې د بېوزلو په نامه راځي، مستحقو کورنیو ته نه رسېږي، یوازې واسطه لرونکي یې اخلي. دلته یو محلي ملک شته چې ۴۰ کارډونه ورکړل شوي او هغه یې خپلو خپلوانو ته ورکوي."

دغه راز یو بل کس وايي: "ګل محمد د هلمند له سنګین ولسوالۍ په تماس کې رایم، په ساروان کلا کې چې کوم مامورین نومونه لیکي، د حوزې کسان ورسره ګرځي، د هغو کسانو نومونه لیکل کېږي، چې له طالبانو سره اړیکې لري. هیله کوو، یا دې دا مرستې بندې کړي، یا دې د حوزې د مامورینو په مرسته د خلکو نوملیکنه نه کوي."

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي دوی تر ډېره هڅه کوي چې خپلې مرستې تر اړو کسانو په منصفانه ډول ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر څنګ ځینې نورې نړیوالې ادارې او غیردولتي سازمانونه هم اړو کسانو ته د بشري او نورو مرستو په رسولو کې عمده رول لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG