د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اوچا: افغانستان راتلونکي کال ته له سخت بشري ناورين سره مخ دی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له سخت او لوی بشري ناورین سره مخ دی.

اتنا چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ غړې ده وايي، اقتصادي ناورین یې د کورنۍ پر وړاندې لویې ستونزې جوړې کړي دي.

اتنا له خپل مېړه، اولادونو او د مېړه د کورنۍ سره یو ځای په کابل کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي، هغه کور چې د دې له قوله، ان د کرایې د ورکولو توان یې‌ هم نه‌لري.

اتنا وايي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته خپله او مېړه یې دواړه بې‌دندې شوي.

"اوس ډېره ستونزمنه ده. کله چې بازار ته ځو، بیې لوړې دي، کار روزګار نه‌شته."

نوموړې وايي: "اوس ډېره ستونزمنه ده. کله چې بازار ته ځو، بیې لوړې دي، کار روزګار نه‌شته. موږ لپاره ډېره سخته ده. د خپلو اولادونو لپاره څه اخيستلای نه‌شم. د ډبرو سکاره، د کور کرایه یو هم نه کېږي، زه او مېړه مې بې‌‌دندې یو، زموږ لپاره ډېره سخته ده."

اتنا داسې مهال له خپلې بې‌وزلۍ سر ټکوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د جمعې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی.

د اوچا په راپور کې راغلي، نوي میلادي کال به ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره یوازې ۱۸ میلیونه وه.

په راپور کې اقتصادي ناورین، د بې‌روزګارۍ زیاتوالی او طبیعي پېښې په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ لوی لاملونه یاد شوي.

د اوچا د راپور په یوه برخه کې راغلي، د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د اړمنو ګراف پورته دی او فقر د کابل په ګډون ۲۷ ولایتونو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې کابل مېشتي په اوسني وضعیت نیوکه کوي او طالبان په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل بولي.

د افغانستان د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مخکني فرهنګي مشاور رامین عصمتي ازادي راډیو ته وویل: "زموږ یو ډېر شمېر هېوادوالو خیرات غوښتو ته مخه کړې، ډېر ماشومان کار کولو ته اړ شوي او په ماشومانو کار زیات شوی دی. دا د راتلونکي بربادي ده."

افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله ډېری مېرمنې د سړکونو پر سر د خيرات غوښتلو لپاره ناستې وي، انځور - ارشيف
افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله ډېری مېرمنې د سړکونو پر سر د خيرات غوښتلو لپاره ناستې وي، انځور - ارشيف

هاخوا ګالپ موسسې هم په خپله نوې سروې چې د طالبانو د یوې کلنۍ واکمنۍ په اړه یې کړې ویلي، د ۹۰ سلنه افغانانو لپاره د عاید او کار سرچینې پیدا کول ستونزمن شوي.

دا نظر پوښتنه ښيي چې ۸۶ سلنه افغانان د خوراکي توکو د پیدا کولو توان نه‌لري.

د دې موسسې د راپور پر بنسټ، ۹۲ سلنه افغانان فکر کوي چې اوس‌ زمان کار د پيدا کولو لپاره تر ټولو خراب وخت دی.

دا نظر پوښتنه راتلونکی ۲۰۲۳ میلادي د افغانانو لپاره خورا ستونزمن بولي او زیاتوي، د ښځو ترمنځ به د روزګارۍ کچه نوره هم لوړه شي.

ګالپ موسسه وايي، دوی په خپله سروې کې موندلې چې ۷۳ سلنه افغانانو تېر یوه کال کې د خپلو کورونو د کرایې ورکولو توان نه‌درلود.

د افغانانو د بې‌وزلۍ راپورونه داسې مهال خپرېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانستان ته ۱،۸ میلیارډ نقد ډالر د مرستې په توګه لېږل شوي دي.

تر خوا یې له اوسني ناورین د افغانانو د وتو لپاره روښانه تګ‌لاره هم نه‌تر سترګو کېږي.

د دې سره په‌خوا کې ازادي راډیو ته یو شمېر افغانانو هم منلې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، بې‌دندو شوي او اوس د خپل ژوند لپاره د لومړنیو توکو د پیدا کولو وړتیا هم‌نه لري.

XS
SM
MD
LG