د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ملګري ملتونه: ۷۹سلنه افغانان د ژمي لپاره سون‌توکي نه‌لري


هرات کې يوه کورنۍ - انځور ارشيف
هرات کې يوه کورنۍ - انځور ارشيف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA خبرداری ورکوي چې ۷۹ په سلو کې افغانان په راتلونکې ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره سون‌توکي نه‌لري.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله چې لاسي کراچۍ ګرځوي وايي، ژمی رارسېدلی خو د کور د ګرمېدو لپاره د سون توکو د اخیستو اقتصادي توان نه‌لري.

نوموړی وايي: "ژمی راورسېدو کورونو کې سون توکي نه‌لرو، لرګي هم نه‌شو اخیستلای، د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي، په لاس ګاډي ایله شل دېرش افغاني پیدا کوم چې هیڅ پرې نه‌کیږي."

"ژمی راورسېدو کورونو کې سون توکي نه‌لرو، لرګي هم نه شو اخیستلای، د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي"

خو دا یوازې عبدالله نه‌دی، بلکې دا د ډېری کابل مېشتو اندېښنه ده، چې سوړ ژمی یې مشهور دی.

د دې ښار یو بل اوسېدونکی میر عالم هم وايي، د کار روزګار د نه‌شتون له امله د خپلو کوچنیانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ هم نه‌شي برابرولي.

نوموړی وايي: "ژمی راورسېده، خو د خلکو اقتصاد صفر دی، خلک اوړه واخلي، غوړي واخلي، ترکاري واخلي او که د ژمي لپاره د سون توکو غم وکړي، د خلکو اقتصاد بیخي کمزوری شوی دی."

سون توکي - ارشيف
سون توکي - ارشيف

دوی له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA تازه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په سلو کې ۷۹ کسان په راتلونکي ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره د سون توکي نه‌لري.

"اوس مهال لږ تر لږه ۳ عشاریه ۴ میلیونه افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي"

د دغه ادارې له لوري په یوه خبر پاڼه کې راغلي دي: "اوس مهال لږ تر لږه ۳ عشاریه ۴ میلیونه افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي او د دوی ډېری يې په لنډ مهالي سرپناوو کې اوسیږي، په داسې حال کې چې ژمی په چټکۍ سره را روان دی د ژوندي پاتې کېدو لپاره د دوی هڅې به لا ډېرو ننګونو سره مخ شي."

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي ادارې اوچا له قوله ویل شوي، په سلو کې ۷۹ افغانان په داسې کورونو کې اوسیږي چې بیا ترمیم ته اړتیا لري.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي دي چې، راتلونکی ژمی به ډېر سوړ وي او په داسې یو حالت کې به په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې په دې هېواد کې سخت شي.

د ژمي په راتلو سر چې افغانستان کې ډېرې واورې هم ووري، د سون توکو بيې څو برابره لوړيږي، انځور - ارشيف
د ژمي په راتلو سر چې افغانستان کې ډېرې واورې هم ووري، د سون توکو بيې څو برابره لوړيږي، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په اعلامیه کې راغلي دي، د دې لپاره چې په راتلونکو یخو میاشتو کې خلک وژغول شي دغه اداره له خپلو همکاراو ادارو سره په ګډه اړمنو کورنیو سره مرستې کوي.

اعلامیه وايي په دې مرستو کې به ژمني وسایل چې د هرې کورنۍ لپاره په‌کې پنځه بړستنې، دوه د اوبو ضد ترپالونه، درې توشکې او د څښاک د اوبو دوه بوشکې شاملي دي ووېشل شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی و چې د ژمي په رارسېدو سره به کابل ښاریانو ته ۴۰۰ زره ټنه سکاره په تخفیف ورکړي.

خو یو شمېر کابل ښاریانو هغه مهال ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده بیه یعنې یو ټن سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ، ګران بللي و او ویل یې، چې د اخیستو توان یې نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې شوي او زیات شمېر بې‌وزلي کسان يې د اخیستلو توان نه‌لري.

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره میاشت ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو شمېر ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG