د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

کابل کې د سکرو د بيو لوړوالي خلک اندېښمن کړي


آرشیف
آرشیف

په داسې حال کې چې د ژمي موسم ته لا څلور میاشتې پاتې دي په پلازمېنه کابل کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالي د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي يې لامل د طالبانو د حکومت له لوري پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتېدل بولي.

د ډبرو سکرو یو شمېر پلورنکي وايي د تېر کال په پرتله يې سږ کال بیه یو په دوه زیاته شوې ده.

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو پر حکومت له دې امله نيوکه کوي چې، پاکستان ته يې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي او له امله يې په کور دننه بیې لوړې شوي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي فهیم ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېر بې‌وزله او غریب خلک یو، له یوې خوا کاروبار نشته له بلې خوا د ژمې موسم را روان دی، سر له اوسه حیران یو چې دا ژمی به څنګه تېرو، حکومت د ډبرو د سکرو قرارداد له پاکستان سره کړی دی او د خلکو په غم کې نه دي."

خلک وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د بې‌درېغه صادراتو له امله د يادو سکرو بيې لوړې شوي دي.
خلک وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د بې‌درېغه صادراتو له امله د يادو سکرو بيې لوړې شوي دي.

دغه راز نورالله چې د کابل ولايت بل اوسېدونکی دی هم ورته اندېښنه لري.

نوموړی وايي: "تراوسه لا ژمی نه دی رارسېدلی د ډبرو د سکرو بیې دوه چنده لوړې شوي دي، حیران یو که دا بیې همداسې لوړې پاتې شي ژمی به څنګه تېروو."

دوی ادعا کوي چې افغانستان د ډبرو د سکرو ډېر کانونه لري خو ګټه يې اوس مهال پاکستان ته رسیږي.

په کابل کې د ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په بیو کې دوه برابره لوړوالی راغلی دی.

د ډبرو د سکرو یو پلورونکي احمد زبیر ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د یو ټن ډبرو سکرو بیه د ۶ نه تر ۷ زره افغانیو رسېده، خو سږ کال دا بیه ان تر ۱۵ زره افغانیو رسېدلې ده، ما هم سږ کال د ډبرو سکاره نه‌دي اخیستي او یوازې ګاز پلورم ځکه د ډبرو سکرو بیې لوړې دي او خلک يې د اخیستو توان نه‌لري."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په نړۍ کې د سون توکو په ځانګړي ډول ډیزلو او پترولو بیې لوړې شوي دي چې د ډبرو سکرو په بیو يې هم اغېز کړی دی.

خو د دې وزارت ویاند عصمت برهان وايي، دوى هڅه کوي چې په ژمي کې د ډبرو سکرو بیې ټېټې کړي.

په وروستيو مياشتو کې د طالبانو د حکومت سره د پاکستان له لوري د ډبرو سکرو پر سر خبرې خورا تودې وې، چې د افغانانو غبرګونونه يې هم پارولي و.
په وروستيو مياشتو کې د طالبانو د حکومت سره د پاکستان له لوري د ډبرو سکرو پر سر خبرې خورا تودې وې، چې د افغانانو غبرګونونه يې هم پارولي و.

ښاغلی برهان وايي: "موږ هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په راتلونکې ژمي کې به د ډبرو سکرو په بیو کې کموالی راولو، دغه شان سږ کال په پام کې لرو چې د کابل په یو شمېر سیمو کې د ډبرو سکرو د پلور مرکزونه جوړ کړو، دا به وروسته معلومه شي چې د پلور دا مرکزونه به د حکومت له لوري پر مخ وړل کېږي او که خصوصي سکټور ته به ورکول کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي دي چې دې کار د افغانانو اندېښنې زیاتي کړي دي.

که څه هم د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي چې، د پاکستان په ګډون له هیڅ هېواد سره يې د ډبرو سکرو د استخراج هوکړه نه ده کړې، بلکې د کوچینو قراردادونو له مخې په کورنیو شرکتونو د ډبرو سکاره پلوري.

دغه وزارت مخکې ویلي وو، پاکستان ته په ورځني ډول له لس تر پنځلس زره ټنه ډبرو سکاره صادریږي خو رویټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي دي چې، له افغانستان په میاشتني ډول ۵۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره پېري.

دغه شان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په زیاتېدو ټينګار کړی وو او ویلي وو چې پاکستان ته په کلني ډول د افغانستان د ډبرو سکرو له درکه ۲ عشاریه ۲ ملیارده ډالره ګټه رسیږي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د ډبرو سکرو اتیا کانونه موجود دي چې اوس مهال یوازې له اولس کانونو استخراجېږي.

XS
SM
MD
LG