د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

روزا اتنبایووا: افغانستان کې بايد کاري فرصتونه برابر شي


د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتنبايووا
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتنبايووا

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، په دې هېواد کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

بې‌کاري هغه لویه ستونزه ده چې د افغانستان اکثریت وګړي ورسره مخامخ دي.

د راپورونو له مخې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په سلګونو زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

صديق الله چې د کابل ولايت اوسېدونکی دی د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو مخکې يې په يو خصوصي شرکت کې کار کاوه.

نوموړی وايي: "له ژونده ډېر ستړی او ناهیلې شوی یم، نه‌شم کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم.اوس وزګاریم او سرنوشت مې نه‌دی معلوم. له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو. ژوند ډېر سخت تیریږي، د خوراکي موادو بیې لوړې دي. له یوې خوا ژمی را روان دی او له بلې خواهم د سونګ مواد ګران دي، نه پوهېږم چې ژمی به څرنګه تېروو."

"اوس وزګاریم او سرنوشت مې نه‌دی معلوم. له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو."

د صدیق الله په څېر ډېر نور کسان هم په افغانستان کې له بې‌کارۍ شکایت کوي.

منصور قریشي چې د کابل بل اوسېدونکی دی وایي، د کانونو او پترولیم په وزارت کې یې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

نوموړی وايي: "اوس نه کوم عواید لرو او نه هم د دې هیله کوو چې چېرې لاړ شو او کار وکړو. اسلامي امارت ته وایو چې موږ خو هم مسلمانان یو، موږ هم انسانان یو او موږ هم په دې خاوره کې ژوند کوو. موږ باید حق ولرو چې دندې ترسره کړو او اوس چې هرې ادارې ته ځو، راته کار نه را کول کېږي."

افغانستان کې بې‌وزلي، بې‌کاري او لوږه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
افغانستان کې بې‌وزلي، بې‌کاري او لوږه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا په دې هېواد کې په تېره د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په څو ټویټونو کې ویلي چې اوتونبایووا کاپیسا ولایت ته په وروستي سفر کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د ایجادولو فوري اړتیا ته په اشاره ویلي، افغانان باید داسې احساس ونه‌کړي چې یوازې پرېښودل شوي دي.

"د ټولو لپاره پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ډېره اړتیا ده."

هغې ویلي، له افغانانو سره مرستې حیاتي دي خو د ټولو لپاره پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ډېره اړتیا ده.

د ملګروملتونو پراختیایي ادارې یوان ډي پي دوه اوونۍ وړاندې ویلي و، په افغانستان کې د روان کال تر نیمایي، شاوخوا اوه سوه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

تر دې مخکې د کار نړیوال سازمان په جنوري کې د هغو کسانو شمېر چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بې‌کاره شوي، پنځه لکه تنه ښودلی و.

د دې سازمان په وینا ښځې ډېرې زیانمنې شوي ځکه له ډېرو ادارو ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، په کراتو کراتو ویلي چې، د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کوښښ کوي او د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د ملیارډونو ډالرو کنګل شوي شتمني یې د افغانستان د اقتصادي رکود اصلي لامل بللی دی.

د تېر کال په دوبي کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له بشپړ وتلو سره ډېر خصوصي شرکتونه او بهرنۍ موسسې وتړل شوې چې په دې هېواد کې د بې‌کارۍ د زیاتېدو یو عمده لامل ګڼل کېږي، ځکه په زرګونو افغانانو له دغو ځواکونو او اړوند شرکتونو او مؤسسو سره کار کاوه.

XS
SM
MD
LG