د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د یوه لنډمهالي تړون له مخې له روسیې څخه غنم، پترول، ګاز او ډیزل په روبلو پېري.
اخوا د مني په را رسېدو افغانان د ژمي د یخنۍ غم اخیستي او شکایت کوي چې، د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی وايي، دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي ناورین ځپلي دي او په دومره ګرانه بیه د د دې توکو د اخیستلو وس نهلري.
یو شمېر دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې، غوښتنه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې باید په دې برخه کې اقدامات وشي.
"تر اوسه پورې تېل او ګاز په لوړه بیه خرڅېږي، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی"
د کابل اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډيو ته ویل: "تر اوسه پورې تېل او ګاز په لوړه بیه خرڅېږي، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی، نهشي کولای په دومره کم عاید دا توکي واخلي، ژمی را روان دی او په ژمي کې دې توکو ته ډېر ضرورت دی، ځکه خلک پرېشانه دي."
دغه راز د ارزګان ولايت اوسېدونکی عبدالودود وايي: "د یو من غنمو بیه څلور نیم سوه یا پنځه سوه کلدارې یعنې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ کېږي، نو ایا د دې د اخیستلو وس موږ لرو؟ "
تازه د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت له روسیې سره د غنمو، ډیزلو، پترولو او ګازو د واردولو په برخه کې یو لنډمهاله تړون کړی.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل، د دې تړون له مخې به روسیه په کال کې شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم افغانستان ته ورکوي.
نوموړی وايي: "زموږ تخنیکي ټیم په یاد هېواد کې یوه موده و چې د هغه هېواد له مسولانو سره د نفتي موادو په اخیستلو او د تړون په جزئیاتو کار وکړي. هغوی خپل کار پای ته ورساوه او اوس هڅه کوو چې دا تړون عملي شي."
ښاغلی جواد زیاتوي، چې دوی د روسیې په پيسو یعنې روبلو دا توکي اخلي، داسې مهال چې تر دې مخکې په بهر کې د افغانستان ډېرې سوداګریزې معاملې په ډالرو کېدې.
خو په داسې حال کې، چې د اوکرايین له جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د نورو غړو هېوادونو اړیکې له روسیې سره خرابې شوي او په ورته وخت کې یاد هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په رسمیت نه پېژني او وخت نا وخته پرې د بشري حقونو د نقض په اړه انتقادونه هم کوي، له روسيې سره د طالبانو تازه سوداګریز تړون به له لوېدیځو هېوادونو سره د دوی پر اړیکو څخه اغېز وکړي؟
سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، دا چې سترو قدرتونو افغانستان یوازې پرېښی او سوداګري نه ورسره کوي، په داسې شرایطو کې افغانان او په افغانستان واکمن حکومت مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر یوه لاره پیدا کړي.
د نوموړي په باور افغانستان داسې یو نظامي ځواک نهدی چې له روسیې سره سوداګریز تړون یې له ناټو سره په تقابل کې وبلل شي.
ښاغلی فرهادي وايي: "نور قدرتونه دې مسلې ته په دې سترګه نه ګوري چې افغانستان د ناټو په وړاندې درېدلی دی، افغانستان کوم نظامي ځواک نهدی چې له افغانستان بهر کوم تاثیر ولري. لوېديځ هېوادونه په دې پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې له هغه وروسته چې افغانستان پرېښودل شو، باید خپله چاره خپله وکړي."
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړيکې پرې شوې، چې له دې امله د ګڼو لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې خو د خلکو له شکایتونو سره هم دا ستونزه تر اوسه نهده حل شوې او د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې دومره لوړې دي، چې ډېر خلک یې د اخیستلو وس نهلري.