د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

اوچا: افغانستان کې له بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو شمېر ۹۷سلنه لوړ شوی


ارشيف
ارشيف

OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو شمېر ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د میلیونو بې‌وزلو حال ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

شافيه چې د ارزګان ولايت اوسېدونکې ده، ازادي راډيو ته وويل: "زما دې په خدای قسم وي که زه د خدای یوه په کور کې لرم. تر دې یوې دروازې او کړکۍ پرته او دومره اوړه چې پراته دي. د کور کرایه وه د خدای قسم چې اوړه مې په‌کې ورکړل."

د ساړه ژمي په درشل کې د سونګ توکو د رانیولو لپاره د خلکو بې‌وسي یوه بله لویه ستونزه ده چې ګڼو کسانو ته یې سوچونه ور اچولي.

د کابل اوسېدونکی فروتن وايي: "ژمی را رسېدلی دی، اقتصادي مشکلات زیات شوي، پېسې نه‌شته چې ذغال واخلو، تقربیا کال کېږي چې اقتصاد ستونزې مو بیخي ډېرې شوي، سخت مو وضعیت خراب دی، غوښتنه مې دا ده چې د طالبانو حکومت او نړیوالې مؤسسې په دې برخه کې له خلکو سره مرستې وکړي."

د ژمي په رارسېدو سره خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، سره له دې چې خلکو سره مرستې کېږي، خو بسنه نه ورته ورکوي.
د ژمي په رارسېدو سره خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، سره له دې چې خلکو سره مرستې کېږي، خو بسنه نه ورته ورکوي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې میلیونونه وګړي له داسې ستونزمن حالت سره مخ دي.

OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو شمېر په تېرو دریو کلونو کې له ۴۷ سلنې څخه ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

دغې نړیوالې ادارې د عوایدو کمښت، د سود د نرخونو زیاتوالی او د نغدو پيسو وروستی بحران د بې‌وزلۍ د زیاتېدو لاملونه ګڼلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روان کال د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نړۍ څخه د څلور میلیارد او څلور سوه میلیون (۴،۴ میلیارد) ډالرو غوښتنه کړې او تر اوسه یې یوازې یو میلیارد او نهه سوه میلیونه (۱،۹میلیارد) ډالره ترلاسه کړي دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، دوی توانېدلي چې سږ کال له ۲۲ میلیونو انسانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

نوموړی وايي: "تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې له ٢٢ ميليونو خلکو سره مرسته شوې ده. موږ پلان لرو چې په راتلونکي ژمي کې هره مياشت ١٥ ميليونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته وکړو."

"تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې له ٢٢ ميليونو خلکو سره مرسته شوې ده."

افغانستان د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې د لوږې او قحطۍ په لېست کې په ۱۰۹م کتار کې دی.

په دغه نوملړ کې، چې تېره جمعه خپور شو، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې وګړي یې د خوراکي توکو د کمښت له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې ډېر خلک یې د خوړلو لپاره څه نه‌لري، خو په افریقا کې ۱۲ داسې هېوادونه دي چې وضعیت یې تر افغانستان څو برابره خراب دی.

XS
SM
MD
LG