د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان کې بشري وضعيت ډېر ناهيلی کوونکی دی


افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه ورځ تر بلې ډېرېږي، انځور - ارشيف
افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه ورځ تر بلې ډېرېږي، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت تیاره انځور او هغه اندېښنې چې ورځ تر بلې جدي کېږي.

د همدې اندېښنو په دوام، پرون د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان "د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي" په نوم غیر رسمي غونډه رابللې وه، چېرته چې د افغانانو اوسنی بشري وضعیت ناهیلی کوونکی وبلل شو.

په دې غونډه کې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې جوېس ام‌سویا په راتلونکې کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر خلک یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

نوموړې وويل، نا امني او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده او افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر خلک یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، همدا اوس له ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، داسې مهال چې دوه کاله وړاندې دا شمېره ۱۸ میلیونه وه.

د مېرمن جوېس په خبره، بې‌وزلي مخ په ډېرېدو ده او همدا اوس هره کورنۍ د خپل عوایدو ۷۵ سلنه برخه د خوراکي توکو په اخيستو مصرفوي، داسې مهال چې د روغتیا، زده‌کړو او نورو بېړنیو حالاتو لپاره هیڅ هم ورسره نه پاتې کېږي.

ملګري ملتونه
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې په طالبانو هم نیوکه وکړه چې په نجونو او ښځو د محدودیتونو په وضع کولو سره یې افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب کړی دی.

له طالبانو مو په دې غونډه کې د راپورته شویو اندېښنو او پر دوی د نیوکو ځواب وغوښت، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ.

"د طالبانو جبر او اقتصادي ناسم مدیریت د اوږدې مودې اقتصادي ننګونې لا پسې زیاتې کړي"

خو وړاندې يې ویلي چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کوي.

په دې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سياسي ماموريت مشاور جان کیلي هم په طالبانو خورا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: "د طالبانو جبر او اقتصادي ناسم مدیریت د اوږدې مودې اقتصادي ننګونې لا پسې زیاتې کړي او ناسمو کړنو یې د دې هېواد د مهمو اقتصادي بنسټونو ظرفیت کم کړی دی."

د جان کیلي په خبره، د یو‌ان‌ډي‌پي معلومات ښيي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان اقتصاد ۱۰ کاله شا ته وړی دی.

په دې غونډه کې د امریکا استازي د طالبانو له‌خوا په نجونو او ښځو لګول شویو محدودیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو له بشپړې ونډې پرته، د دې هېواد اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې د انګلستان د سياسي همغږۍ کوونکي استازي فرګس اکزلي هم طالبان تر پوښتنې لاندې راوستل او و ویې ویل، له افغانانو سره یې خپلې کړې ژمني نه‌دي عملي کړي.

فرګس اکزلي زیاته کړه، طالبانو د ښځو او نجونو د سفر، دندو او خدماتو ته د هغوی د لاس‌رسي د محدودولو لپاره سخت اقدامات پلي کړي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې ثانوي زده‌کړو ته له تلو منع شوي او تر خوا یې د ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره هم کومه هڅه نه‌ده شوې.

له تېر څه باندې يو کال راهيسې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، انځور - ارشيف
له تېر څه باندې يو کال راهيسې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، انځور - ارشيف

په دې غونډه کې د برېټانیا استازي خبرداری ورکړ که "طالبان خپله تګ‌لاره بدله نه‌کړي، تر ټولو مهم د بشري حقونو ساتنه او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي نه‌کړي، دوی به یو باثباته او سوکاله افغانستان او مشروعیت په سترګو هم و نه ویني."

د ملګرو ملتونو سازمان په دې غونډه کې د روسیې استازي یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو په ځواب یې د برېټانیې استازي وویل، دا مسوولانه نه‌ده چې د یوه خپلواک مرکزي بانک په نشتوالي کې د دې پیسو د خلاصون غوښتنه مطرح شي.

XS
SM
MD
LG