د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ډیکر: له زده کړو د افغانانو محرومول فقر او بېوزلي نه شي ختمولای


د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته سفیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته سفیره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته سفیره کرن ډیکر وايي، که افغانان له زده‌کړو محروم وساتل شي، هیڅکله به په بېوزلۍ او فقر بر لاسي نه‌شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سرپرستې سفیرې ترکیې ته خپل سفر په بهر کې له مېشتو افغانانو سره د منظمو اړیکو پیلامه بللې ده.

کرن ډیکر د دې سفر او له یو شمېر افغانانو سره د خپلو لیدونو په اړه د ازادي راډیو د برښنالیک په ځواب کې لیکلي، هلته یې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیت په اړه د افغانانو اندېښنې واورېدې.

هغې زیاته کړې: " که افغانان رښتیا هم زده‌کړو ته لاسرسی و نه لري، دوی به هیڅکله فقر ته ماتې ورنه کړي او نه نړیوالو سره سیالي وکړای شي."

کرن ډیکر له افغانانو سره د خپلو لیدونو د موخې په اړه ویلي، د افغانستان دننه او بهر ټول افغانان هڅوي چې د جنسیت، قوم او جغرافیې نظر کې نیولو پرته ګډ ژوند وکړي، ځکه د ده له قوله، د افغانستان راتلونکی خپله د افغانانو په لاس کې دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته سفیره چې بېرته دوحې ته ستانه شوې زیاتوي، ترکیې ته په سفر کې یې له ترکي چارواکو سره له افغانانو د نړیوال ملاتړ په اړه سلا مشورې هم کړي او تر خوا یې له افغانانو اورېدلي چې د خپل هېواد لپاره څومره هیلې لري.

کرن ډیکر ترکیې ته د خپل سفر په پای کې په خپله ټوېټرپاڼه هم لیکلي، دا ډول سفرونه ښیي چې متحده ایالات لا هم د افغانانو لپاره سخت کار کوي او پر دې اصل د تایید مهر لګوي چې افغانان په هر ځای کې وي، د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه لري.

اوونۍ وړاندې ترکیې د افغانستان لپاره د امریکا د سرپرستې سفیرې د سفر له پیل سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس ویسټ پاکستان ته ولاړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس ویسټ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس ویسټ

هغه هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په ثبات او اوسني وضعیت خبرې وکړې.

تر خوا یې ویسټ وړمه ورځ د افغانستان له پخواني جمهور رییس حامد کرزي سره هم ټیلیفوني اړیکه درلوده او ویې ویل، د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د یوه رښتیني ملي ډیالوګ د پیل لپاره بېړنۍ اړتیا ده.

کرزی او ویسټ د ټیلیفوني تماس پرمهال
کرزی او ویسټ د ټیلیفوني تماس پرمهال

له یو شمېر افغانانو سره د امریکا د لوړو پوړو استازو لیدنې او خبرې داسې مهال دي چې نږدې درې اوونۍ وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو هم سره وکتل.

د دې خبرو اصلي منځپانګه رسنیزه نه‌شوه، خو طالبانو وویل، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په اړه یې خبرې کړي.

اوس تازه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له دوام خبر ورکوي.

حکمتیار پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې بې له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل: "د دې تر څنګ داسې ګامونه یې اخیستي چې ښکاره کوي امریکا له طالبانو سره د یوه تفاهم او هوکړې په لټه کې ده او غواړي طالبانو سره د دوحې د مذاکراتو په څېر نوي دوه اړخیز مذاکرات ولري او یوه نوې هوکړه وکړي."

حکمتیار زیاتوي، دا مذاکرات په پاکستان کې پیل شوي او ځینې پرمختګونه یې لرلي دي.

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو په دې اړه وپوښتل، خو د ویاند په ګډون یې ځینو لوړ پوړو چارواکو ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې طالب چارواکي به د نومبر میاشتې په وروستیو کې په دوحه کې د امریکا له لوړو پوړو چارواکو سره یو ځل بیا وګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG