د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی


کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - ارشيف
کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي.

ښاغلي بېنيټ وویل چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي.

نوموړي وويل: "لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بې‌ساری وي. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوي دي، او دا یو ستر شاه تګ دی."

دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي، مېرمنې کار او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر ته نه پرېښودل کېږي، دغه شان حجاب هم پرې اجباري شوی دي.

دغه شان په رسنیز ډګر کې هم په ښځنیه خبریالانو سخت محدودیتونه لګېدلي، چې له امله يې زیات شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بېنيټ په دغه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه ژورې اندېښنې شته او لږکي او رسني په پراخه توګه تر فشار لاندې دي.

ښاغلي بېنيټ وویل، دا خبره سمه ده چې د نورې نړۍ په ځانګړي ډول د اوکراین خبرونو پر افغانستان سیوري غوړولی خو نړۍ مسؤلیت لري، چې افغانستان هېر نه‌کړي ځکه د ده په خبره افغانان یو وار بیا د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي.

ښاغلي بېنيټ وويل: "رسنۍ په پراخه کچه ځپل شوي دي، هلته بشري بحران او له مجازاتو معافیت دی، حساب او کتاب نه‌شته دا باید هېر نه‌کړو دا هېواد څلور لسیزې جګړه شاته پرېښې ده کله چې زه له افغانانو سره خبرې کوم دوی فکر کوي چې د نړۍ پام بل ځای په ځانکړي ډول اوکراین ته اوښتی دی او دوی یوازې پرېښودل شوي او هېر شوي دي."

پوره ۴۰۰ ورځې وشوې چې د طالبانو له لوري د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
پوره ۴۰۰ ورځې وشوې چې د طالبانو له لوري د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

که څه هم طالبانو حکومت ویاندویانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو چهارشنبه د دوی د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې يې ویلي وو، چې نړیوال د طالبانو له مثبتې روحیې ناوړه ګټه اخلي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څېړونکو بنسټونو په تګلارو نیوکه شوې وه.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته يې د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي خو د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي.

خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او په ډېری ډولتي ادارو کې ښځې له کار راګرځول د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی چې په دغه هېواد کې دننه او بهر یې په اړه پراخ غبرګونونو موجود دي.

XS
SM
MD
LG