د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

توماس نيکلاسن: د سيمې او نړۍ هېوادونه افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د سیمې په ګډون ګڼ هېوادونه په دې نظر دي، چې په افغانستان کې لا هم ټول‌ګډونه حکومت نه‌دی جوړ شوی.

توماس نېکلاسن پرون سې شنبه د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل، د سیمې او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت غوښتونکي دي.

نوموړي وويل: "دوی د ټول‌ګډونه حکومت غوښتونکي دي، دا هغه ځانګړنه ده، چې سیمه او د سیمې هېوادونه یې په اصولو کې ملاتړ کوي. موږ وینو چې په بېلابېلو اعلامیو او پرېکړه لیکونو کې ورته اشاره شوې ده. ښايي په نږدې ګاونډیانو کې ایران او تاجکستان هغه هېوادونه وي، چې غواړي د قومي او مذهي ډلو ټپلو لکه، تاجکانو، هزاره وو او شیعه غږ واورېدل شي. زما په نظر د افغانستان او سیمې د اوږدمهالي ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ، د ډیالوګ او ټول‌ګډونه حکومت پر لوري ګام اخیستل، یوه کیلي ده."

تر دې مخکې د نړۍ نورو هېوادونو او سازمانونو هم د طالبانو پر اوسني سرپرست حکومت انتقادونه کړي او ټول‌ګډونه یې نه‌دی بللی.

طالبانو بيا بيا ويلي چې حکومت يې ټول ګډونه دی.
طالبانو بيا بيا ويلي چې حکومت يې ټول ګډونه دی.

طالبانو په وار- وار استدلال کړی، چې حکومت یې ټول‌ګډونه دی، چې ټولو قومونو او د لږکیو استازو ته یې ونډه ورکړې ده.

د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې دې‌ ته هم اشاره وشوه، چې د طالبانو له حکومت سره د ډیالوګ دوام مهم دی.

"افغانستان نن سبا د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی."

پرون ۴۰۰ ورځې پوره شوې، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

د اروپايي پارلمان پرونۍ غونډې ته د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث وکړ.

اغلې بار وويل: "افغانستان نن سبا د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی. ۴۰۰ ورځې وشوې، چې نجونې له منځنیو ښوونځیو او لېسو منع کړای شوي دي. په نړۍ کې یو داسې هېواد هم نه‌شته چې نجونې دې د جنسیت له مخې په سیستماتیک ډول له زده‌کړو راګرځول شوې وي او د ښځو د کار پر حق دې سترګې پټې شوې وي."

هیدر بار
هیدر بار

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په یوه اعلامیه کې وویل د ارزګان د اوسېدونکو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې د ټولو نجونو پرمخ یې د ښوونځیو د پرانیستلو په باب کړې وې.

ښاغلي کرزي یو وار بیا له طالبانو غوښتنه وکړه، چې سم د لاسه د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG