د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

امیري: طالبان د نیمايي وګړو پر زده کړو او کار سترګې نه شي پټولای


د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د طالبانو له‌خوا د نجونو په ثانوي زده‌کړو د بندیز په ۴۰۰مه ورځ رینا امیري وايي، طالبانو سربېره پر دې چې عملاً د نجونو ښوونځي تړلي، تر خوا یې د هغوی د لوړو زده‌کړو پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي دي.

عادله د کندهار اوسېدونکې او د دوولسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

هغه وايي، طالبانو یې ترې شرعي او انساني حق اخیستی او هره ورځ دې ته په تمه وي چې کله به د ښوونځیو دروازې پرانیستل کېږي.

نوموړې وویل: "موږ خپل شرعي حق له لاسه ورکړی. هره ورځ موږ په دې انتظار تېرو چې نن ورځ به موږ زده‌کړې پيلوو، نن ورځ به د ښوونځي دروازه زموږ پرمخ پرانیستل کېږي او موږ به یو ځل خپلو هیلو او ارمانونو ته رسېږو، خو نه دا کار نه کېږي."

دا نږدې د هغو ۳ میلیونه نجونو غږ دی چې طالبانو پوره ۴۰۰ ورځې وشوې د ښوونځیو له تګ را ګرځولي.

د طالبانو دې پرېکړې ته په افغانستان کې دننه او نړیواله کچه نږدې هره ورځ غبرګون ښودل کېږي.

تازه د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان نه یوازې دا عملاً د نجونو ښوونځي بند کړي، بلکې د دوی لوړې زده‌کړې یې، مخ په زیاتېدونکي توګه له خنډونو سره مخ کړي.

امیري نن سهار په خپله ټوېټرپاڼه په لیکنه کې، په ځانګړي ډول هزاره نجونو ته اشاره کړې لیکلي، معتبر راپورونه شته چې طالبانو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه هزاره نجونې ویستلي او د هغوی راتلونکی یې له خطر سره مخامخ کړی.

د یادونې ده، چې په دې تړاو یو شمېر محصلانو د کابل پوهنتون مخې ته اعتراض هم کړی او ویلي و چې له لیلې ویستل شوې نجونې چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، دا مهال د استوګنې ځای د نه شتون له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د خپلو دوستانو او نورو محصلینو په کورونو کې یې اړولي دي.


د مېرمن امیري په خبره، د راپورونو پر بنسټ، نجونو ته د یو شمېر ځانګړو پوهنځیو د انتخاب اجازه نه‌ده ورکړل شوې، ځکه طالبانو دوی ته ویلي، دا پوهنځي سخت دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو دې لوړې پوړې استازې زیاته کړې، داسې مهال چې طالبان د افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ادعا کوي، خو نه شي کولای د افغانستان د نیم نفوس په زده‌کړو او کار سترګې پټې کړي.

نوموړې ویلي، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ښوونه او روزنه له بې‌وزلۍ څخه د افغانستان د وتو او د هیلو د را ژوندي کولو لپاره، کلیدي ده.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د پوهنې وزارت له ویاند عزیز احمدریان وپوښتل چې نور څومره وخت ته اړتیا ده چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو ستونزه حل شي، خو ځواب یې ورنه کړ.

طالبانو له دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندول په اقتصادي، کلتوري او مذهبي مسایلو پورې تړلي بللي، هغه بهانې چې افغانانو او تر خوا یې ګڼو دیني عالمانو رد کړي دي.

وروستیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت نوي ټاکل شوي سرپرست حبیب‌الله اغا وویل، دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه په یوه ترتیب کار کوي، هغه ترتیب چې د تېرو ۴۰۰ ورځو له تېرېدو وروسته هم ترتیب نه‌شو.

هاخوا په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایرلنډ استازولۍ د طالبانو له‌خوا تر ۴۰۰ ورځو د نجونو د ښوونځیو بندول د شرم وړ بللي.

د دې استازولۍ په رسمي ټوېټر نن لیکل شوي، ۴۰۰ ورځې وشوې چې طالبان د زده‌کړو له نړیوال حق څخه انکار کوي او یوازې نجونې یې هدف ګرځولي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایرلنډ استازولۍ زیاته کړې، دا ستونزه باید نوره پای ته ورسېږي او پر طالبان یې غږ کړی چې ښوونځیو ته د نجونو په تلو بندیز لېرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG