د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

بیا ځلي ژمنه؛ طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي


د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی
د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په برخه کې طالبانو تازه ویلي دي چې یو لړ اقدامات ترلاس لاندې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند دا خبره په ترکیې کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وروسته تر دې وکړه چې واشنګټن تازه د نجونو د ښونځیو د بندېدو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په تور متحدایالتونو ته د طالبانو د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په دیاربکر ښار کې د «اتحاد علما و المدارس د نهضت» په نوم د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دوی حکومت د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته پرانېزي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ذبیح اله مجاهد دا ژمنه وروسته تر دې وکړه چې د نجونو د حقونو پر سر واشنګټن د طالبانو پر یو شمېر چارواکو د امریکا متحدایالتونو ته د سفر بندیز ولګاوه.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی چارواکو ته د ویزو ورکولو د محدودولو په اړه د متحدایالتونو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې امریکا دغه اقدام له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د ترکیې تر غونډې یوه ورځ مخکې د دوی د ویاند له دفتره خپرې شوې وه د امریکا د متحد ایالتونو د بندیزونو غندنه شوې وه او په دې اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان یو خپلواک او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن هېواد دی او د "خپل نظام د مدیریت لپاره خپل سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي اصول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي."

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د طالبانو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو ته چې په افغانستان کې یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ښځې او نجونې ځپلي دي، د امریکا د ویزو په ورکولو بندیز ولګاوه.

ذبیح اله مجاهد په ترکیه کې پرونۍ غونډې ته وویل چې د نصاب سمون، د ټرانسپورټي وسایلو په چمتوالي او د ښوونځیو د بیلېدو پر سیستم کار روان دی، خو ده دا ونه ویل چې دا کار به کله بشپړېږي.

په افغانستان کې د لېسې د دورې زده کړې په ښوونځیو کې پخوا هم بېلې وې د هلکانو او نجونو مکتبونه جلا وو او په اکثرو پوهنتونو کې زده کړې یوځای وې.

د طالبانو ویاند د علماوو غونډې ته پرون دا خبره هم وکړه چې دا مهال د افغانستان په یوسل او څلوېښت پوهنتونونو کې په لسګونو زره نجونې په زده کړو بوختي دي.

طالبانو چې کله د ا ګست په پنځلسمه پروسږکال کابل ونیوه، ژمنه یې وکړه چې د نجونو ښوونځي به پرانېزي، بیا یې د نوروز تر پیل مخکې رسماً اعلان وکړ چې ټولې نجونې به ښوونځیو ته ځي، خو د وري په دویمه چې ښوونځي پرانیستل شول، د طالبانو وسله والو تر شپږم ټولګي ورپورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG