د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د بهرنيانو له اندېښنو سره سره د طالبانو بياځلي ډاډ: افغانستان د هيچا لپاره ګواښ نه‌دی


طالب عسکر - ارشيف
طالب عسکر - ارشيف

طالبانو دا خبره د اکټوبر د اوومې نېټې، یا په افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې ده.

طالبانو په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې تر ډېره د خپلو وسله‌والو او د خپلې تېرې شل کلنې جګړې ستاینه او دفاع کړې ده، هغه جګړه چې پایله یې د زرګونو افغانانو قرباني کېدل وو.

خو د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دفتره د دې خپرې شوې خبرپاڼه کې په یوه برخه کې نړۍ ته یو ځل بیا د افغانستان د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی.

اعلامیه کې راغلي: "طالبان اعلانوي چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه‌دی او نه هم زموږ له خاورې د چا پر وړاندې د ناوړه ګټې اجازه ورکول کېږي."

خو طالبان له نړۍ غواړي چې د دوی پر وړاندې د دوی له قوله، خصمانه دریځ ونه نیسي او د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په مخکې خنډونه جوړ نه‌کړي.

طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې پلازمېنه کابل کې وروستيو امنيتي پېښو خلک سخت اندېښمن کړي دي.
طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې پلازمېنه کابل کې وروستيو امنيتي پېښو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

طالبان د افغانستان د خوندیتوب ډاډ داسې مهال ورکوي چې د زمري په یوولسمه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري یې کابل کې وژلی دی.

د دې تر څنګ د سیمې هېوادونو او ان د طالبانو تر ټولو نږدې خواخوږي هېواد پاکستان په وار وار ویلي، افغانستان کې ترهګرې ډلې شته چې نړۍ ګواښي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

د اکټوبر د اوومې نېټې په مناسبت د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې له افغانانو غوښتل شوي چې، د اوسني امنیت او خپلواکۍ په اړه شکر وباسي او د طالبانو د اوسني رژیم ملاتړ وکړي.

طالبان په افغانستان کې د امنیت دعوه داسې مهال کوي چې په وروستیو کې پلازمېنه کابل د سختو خونړیو پېښو شاهده وه چې درنه مرګ‌ژوبله يې درلوده.

تر څنګ یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په کابل، کندهار، هرات، مزار شریف او ځینو نورو ولایتونو کې جوماتونه، ښوونځي، روغتونونه او په ښوونیز مرکزونو سخت بریدونه شوي.

په دې بریدونو کې د ملکیانو په ګډون د طالبانو خورا نږدې کسان هم وژل شوي چې دوه بېلګې یې په هرات کې د مولوي مجیب الرحمان انصاري او په کابل کې د مولوي رحیم الله حقاني وژل کېدل دي.

ښاغلی انصاري په هرات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې او رحیم الله حقاني د کابل په یو دیني مدرسه کې په انتحاري حملو کې ووژل شول.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د روان ناورین لامل د امریکا برید ګڼي، خو د راپورونو پر بنسټ، له ۲۰۰۱ کال وړاندې افغانستان یو منزوي هېواد و چې له پاکستان او سعودي عربستان پرته، د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه پېژاند.

تر څنګ یې په ټول افغانستان کې هیڅ نجلۍ ښوونځي ته د تلو او هیڅ یوې ښځې د کار کولو اجازه نه‌درلوده.

XS
SM
MD
LG