د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

طالبان: کابل کې جومات دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د دې وزارت یوه فرعي جومات کې دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل: "په تاسف سره باید ووایو چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه. په یاده چادنه کې ۴ تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي. دپېښي په اړه پلټنې رواني دي چې کله پلټنې پای ته ورسېدې جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو."

هغه له دې څو ساعته مخلکې ویلي و چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا چاودنه شوې ده چې هلته د کورنیو چارو د وزارت ځیني کارکوونکي هم لمونځ کوي.

د ایمرجنسي روغتون بیا وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.


دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د تېرې نږدې یوې اونۍ په ترڅ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کېږي.

نږدې دوه اونۍ مخکې د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

په کابل کې پر کاج ښوونیز برید وروسته دا تر ټولو مرګونې پېښه ده چې رامنځته کېږي.

د خپرو شویو تازه ارقامو له مخې په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغې برید پر کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

پر کاج ښوونیز مرکز د بريد په غبرګون د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلانو لاريون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00
د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

نن په ننګرهار کې هم یو شمېر ښځو د دې پېښې په غبرګون لاریون کړی و.

تر اوسه د کاج ښوونیز برید پړه چا نه ده منلې.

یاده دې وي چې د کورنیو چارو وزارت فرعي جومات کې دننه د نننۍ چاودنې پړه یا مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG