د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د نجونو د ښوونځیو بندېدو دوام؛ ځینو زده کوونکو نورو بوختیاوو ته مخه کړې


ارشیف: په فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی

له زدکړو یو شمېر محرومې کړای شوې افغان زده کوونکې وايي، د ښوونځيو د تړل کېدو له امله يې هغه کارونو ته مخه کړې چې په اړه یې فکر نه و کړی.

دنیا چې دا مهال ۱۶ کلنه ده، یو کال مخکې د کابل ښار په یوه ښونځي کې د لسم ټولګي زدکونکې وه.

د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو په تړل کېدو سره، اوس دنیا د غالیو اوبدلو په یوه کار خونه کې کار کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا یې نه غوښتل، خو اوس غواړي په یو ډول بوخته او له یوازیتوب ووځي.

هغه زیاتوي: "له کومه وخته چې ښوونځي بند شوي دي، زموږ په ذهن يې ډېر بد اغېز کړی. له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اوس دلته کار کوم او د غالیو د اوبدلو په برخه کې مې ډېر څه زده کړي دي."

دنیا وايي، په دې کار سره اوس ډېر د یوازیتوب احساس نه کوي.

ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې د غالیو اوبدلو پرمهال
ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې د غالیو اوبدلو پرمهال

د لسم ټولګي زده کوونکې سحر چې اوسمهال ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، هیله يې درلوده چې په راتلونکې کې ډاکتره شي، خو اوس دا هم دلته د غالیو د اوبدلو په کارخونه کې شاګرده ده.

هغه وايي: "نږدې و چې په ذهني تکلیفونو اخته شم، دا حالت موږ ته ډېر سخت وو. ما غوښتل چې په راتلونکې کې ډاکتره شم، انجینره شم، خو اوس د غالیو د اوبدلو په دې کارخونه کې کار کوم، لږ ترلږه د ذهني ناروغۍ نه پرې راګرځېدلی یم، ځکه د زده کړو په اړه نور ناهیلې شوې یم خو په دې شکل غواړم چې مصروفه ووسم."

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد خوشحال اصفي، وايي د دغه نجونو ظرفیت چې په نورو مهمو برخو په ځانګړي ډول په ډاکترۍ، انجینرۍ او د تخصص په برخو کې کارېدلای وايي، اوس په غالیو اوبډلو مصرفېږي.

اصفي وویل: "حاکم نظام له تېرو ۴۰۲ ورځو راهیسې د یو نسل پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلي دي. دا کار هېڅ ډول دیني او ملي توجیه نه لري، دغه نجونې هره یوه يې په زړه کې بلا ډېر ارمانونه لري."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهیسې چې له یو کال زیات وخت کېږي د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې تړلي دي.

د طالبانو دا کار په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په وار وار له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي پرانېزي، خو تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په دې اړه کار روان دی او ژر به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

د یونېسف د راپور پر بنسټ، په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۸۵۰ زره نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG